چین اوایران: طالبان دي دښځو پر زده کړو او کار بندیز لیري کړي
۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبهچین ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سفر په پای کې دواړو هيوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د طالبانو له خوا د لګول سویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
په دغه اعلاميه کښې دواړو لورو په نیږدې اقتصادی او سیاسی اړیکو او د بشري حقونو او دیموکراسۍ په ډګر کښې د لویدیځ د معیارونو په ردولو هم ټینګار وکړ.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک تر لاسه کړ، دوی په پرله پسې ډول پر ښځو محدودیتونه وضع کړل او د ټولنې نیمه برخه یې له ټولنیز او عامه ژوند څخه ليرې کړه.
اړوند:امریکا که چین؛ طالبان له کومو هېوادونو سره ملګرتیا کوي؟
د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بندولو سربیره، دغې ډلې په دې وروستیو کې په پوهنتونونو کې د نجونو له زده کړې او ښځې په نادولتي موسساتو کې له کار کولو څخه هم منع کړي دي.
چین او ایران په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي دي: «دواړو لورو د افغانستان پر واکمنانو ږغ وکړ چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې ټول توکمونه او سیاسي ډلې پکې رښتیني ګډون ولري او د ښځو، توکمیزو اقلیتونو او نورو مذهبونو په وړاندې ټول تبعیضي اقدامات لغوه کړي.»
چین او ایران په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین «باید د افغانستان د روان وضعیت مسئول وګڼل سي.»
د ښځو د حقونو غوښتنه د ایران د سخت دریځ شیعه رژیم له خوا د پام وړ اقدام دی، چې له میاشتو راهیسې له پراخو اعتراضونو سره مخ دی.
ولې د اعتراض کوونکو ښځو ترمنځ همږغي نسته؟
دا لاریونونه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هغه مهال پیل سول چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه کردۍ نجلۍ د مذهبي پولیسو یا د ایران د لارښود ګزمې په توقیف کې په مشکوکه توګه مړه سوه.
اړوند:له چین سره د هوايي دهلیز پیل؛ سوداګر وايي ښه عاید به ترلاسه کړي
د ایران د اخندي حکومت تر اوسه د دغو څرګندونو په تړاو لږ تر لږه څلور نارینه اعتراض کوونکي اعدام کړي دي. دا ټول کسان په ډیره چټکۍ او د تړلو دروازو تر شا محاکمه سول.
په دغه ګډه اعلاميه کې د چين او ايران ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا، په منځني ختيځ کې د سولې او عدالت د تامينولو پر هڅو او د اټومي بې وسلې کولو په اړه ټينګار سوی، په داسې حال کې چې تهران د اټومي بم د ترلاسه کولو په هڅه تورن دی.
اړوند:د چین پوځي مانورونه؛ طالبان وايي ښکیل اړخونه دې په خبرو اختلافات حل کړي
د ايران ولسمشر له خپل چينايي سيال شي جين پينګ سره په کتنه کې په هانګ کانګ کې د ډيموکراسۍ د غورځنګ د ځپلو او پر تايوان د چين د ادعا ملاتړ وکړ.
چین او ایران د مسکو تر څنګ ځانونه د امریکا متحدو ایالتونو د قدرت پر وړاندې د مقابل لوري په سترګه ګوري او په اوکراین کې یې د روسیې په یرغل کې له روسیې سره تاکتیکي ملاتړ کړی دی. ایران حتی روسیې ته خپل بې پیلوټه الوتکې ورکړې.
د چین د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، شي جين پينګ په دې غونډه کې وویل چې چین د خپل ملي حاکمیت د ساتنې په برخه کې د ایران ملاتړ کوي او د یو اړخیزې او جبر پر وړاندې ولاړ دی.
د چين حکومت اعلان کړی چې شي جين پينګ او رئيسي د سوداګرۍ او سيلانيتوب په برخو کې د شلو همکاريو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.
دواړو هېوادونو تر اوسه په ۲۰۲۱م کال کې ۲۵ کلن ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی چې پکې د تېلو، صنعت او نورو برخو کې همکاري شامله ده.
چین د ایران د تېلو ستر پېرودونکی او په دغه هېواد کې تر ټولو لوی پانګوال دی. ایران له کلونو راهیسې د واشنګټن او ځینو لوېدیځو هيوادونو له خوا له اقتصادي او سوداګریزو بندیزونو سره مخامخ دی. په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ په کچه د بانکونو ارتباطي شبکې ته د ایران لاس رسی یې هم بند کړ.
ژباړه:صفت الله زاهدي
af/se (AP)