چين څومره پوځي قدرت لري؟ ـ انځوريز راپور
د امريکا متحده ايالاتو خپل ځان ته د چين هيواد يوه لويه ننگونه بللی وو. خو دغه ننگونه څومره جدي ده؟ د چين دفاعي او نظامي قدرت څومره دی؟ په هکله يې دغه انځوريز راپور وگورئ:
تر ټولو لوی سمندري ځواک
چين د پوځ د ستروالي په برخه کي ترمخه لا امريکا متحده ايالات شاته پرې ايښي دي. دغه هيواد ۳۴۸ جنگي بېړۍ خو متحده ايالات ۲۹۶ جنگي بېړۍ لري. چين د روان عيسوي کال په جون مياشت کي د فوجيان ۳ ډوله نوې الوتکه وړونکې بېړۍ کار اخيستنې ته وسپارلې کومه چي چيني انجينرانو جوړي کړې دي.
ستره دفاعي بوديجه
چين تر امريکا متحده ايالاتو وروسته تر ټولو ډېره دفاعي بودجه لري. دغه هيواد په ۲۰۲۱م کال کې ۲۷۰ ميليارده ډالره او متحده ايالاتو ۷۶۸ ميليارده ډالره پر دفاعي بودجې ولگول. هند په ياد کال ۷۴ ميليارده ډالره دفاعي بودجه ولرله او په دې توگه پر دريم مقام دی.
اټومي وسلې
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت تېر کال د نوامبر په مياشت د چين د اټومي وسلو په هکله يو اټکل خپور کړ. د دغه اتکل له مخي به چين تر ۲۰۳۰م کال پوري تقريبا ۱۰۰۰ اټومي وسلې ولري. دا شمېر د امريکا تر ۵۵۵۰ اټومي وسلو کم دی. خو د چين د اټومي وسلو ډېرښت خورا چټک دی.
د راتلونکي وسلې
زيات راپورونه وايي چي چين تر ږغ چټک داسي توغندي او وسلي جوړوي چي په هر ډول حالاتو کي د نړۍ په هر کونج کي نخښه ويشتلای شي. که څه هم چي چين دا ردوي چي تر ږغ چټک راکټونه جوړوي، خو کارپوهان وايي چي چين د دا ډول توغنديو دوې ازمويني لا کړي دي.
سايبري بريدونه او مصنوعي ځيرکتيا
دا هغه ساحه ده چي چين پکښي په چټکۍ او زياته اندازه پانگونه کوي. دغه هيواد خپل پوځونه دې ته چمتو کوي چي په سايبري او د مصنوعي ځيرکتيا و راتلونکو جگړو ته تياری ولري. د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت په وينا چين په ممکنه توگه د روبوټي عسکرو په شان د نوي ټيکنالوژۍ څښتن دی.