چاپيريال له کرونا بحرانه ګټه که تاوان ليدلی؟
که له يو اړخه د کرونا بحران او ورسره مل بنديزونو له کبله چاپيريال د هوسايي ساه اخيستې، هوا پاکه سوې، سيندونه پاک سوي او حيوانان او مرغان په آرامه خپل ژوند ته خلاص سوي دي. خو چاپيريال ته به بعضي تاوانونه هم ولري:
بهتره هوا
د نړۍ تقريبا نيم نفوس په کور کي قرنطېن دی. کوڅې خالي او په زياتو هيوادونو کي فابريکې تړلي دي. د ستلايت له خوا اخيستل سوي انځورونه ښيي په ښارونو کي د دود چټلتيا کمه سوې او له کبله یې په هوا کي د زهرجنو ګازونو لکه نايټروجن اکسايډ مقدار هم کم سوی دی.
له فابريکو څخه خلاصون
په هوا کي د نايټروجن اکسايډ د کمېدو تر څنګ زهرجن ګاز کاربن آکسايډ هم کم سوی دی. شمېرې ښيي چي په هوا کي د ياد زهرجن ګاز په مقدار کي ورته کمښت تقريبا لس کاله مخکي د اقتصادي بحران پر وخت رامنځ ته سوی ؤ. د کرونا د بنديزونو له کبله صرف په چين کي د زهرجنو ګازونو په افرازاتو کي ۲۵ سلنه کمښت راغلی.
حيوانات دباندي راووتل
دا چي زيات انسانان په خپلو کورونو کي بند دي، نو حيوانات کوڅو ته راوتلي دي. دغه حيوانات به د بنديزونو د خلاصېدو او د انسانانو د بيا راوتلو وروسته څه کوي؟ پر کوڅه ژوند کوونکي هغه حيوانان لکه کوڅه ډبه سپي د انسانانو له خوا ماړه کېدل. دا چي انسانان له کورونو نه راوځي نو زيات کوڅه ډبه حيوانان د لوږي سره هم مخامخ دي.
ښکار
د کرونا د ويروس د اصلي منبع په توګه د چين د ووهان ښار هغه بازار زيات تر بحث لاندي راځي چي پکښي د ځنګلي حيوانانو خرڅلاو کيږي. داسي هيلي سته چي ښايي د بحران د پای ته رسېدو وروسته انسانان د حيوانانو د ښکار په تړاو له سره غور وکړي او د ځنګلي حيوانانو ښکار کم سي.
پاکي اوبه
د ايټاليا وينېډيګ ښار چي د اوبو په منځ کي آباد دی انځورونه يې د کرونا د بنديزونو پر وخت پر خواله رسنيو لاس پر لاس سول ځکه چي اوبه يې ډيري پاکي سوي. د دې تر څنګ د نړۍ نور مشهور دريابونه او سمندرونه د کښتيو د نه تګ راتګ له کبله هم د اخلال کوونکي لوړو ږغو او هم د چټليو له کبله تر پخوا پاک سوي دي.
د پلاسټيکي مصنوعاتو کثافات
پر چاپيريال د کرونا د بحران يو لوی منفي اغيز په کثافاتو کي د پلاسټيک ډېروالی دی. دا ځکه چي په روغتونونو، کورونو او دوکانونو کي د پلاسټيک د کڅوڼو، پلاسټيکي دستکښو او نورو پلاسټيک څخه جوړ سوو څيزونو استعمال او ورسره مل يې کثافات زيات سوي دي.
مؤقتي تفريح
د کرونا د بحران په ترڅ کي سياستوالو ، اقتصاد او نورو انسانانو توجه د کرونا ويروس سره تړلو نورو موضوعاتو لکه روغتيا، اقتصاد او نورو ته زياته جلبه سوې ده. د چاپيريال ساتنې موضوع له مطرح موضوعاتو څخه نه ده او پر چاپيريال د روان بحران مثبتي اغېزې هم ځکه مؤقتي دي چي کله چي بنديزونه خلاص سي نو هرڅه به بېرته د پخوا په شان سي او له انسانانو څخه د چاپيريال تفريح به پای ته ورسيږي.