چارلي چاپلین، ادولف هټلر او سینما
چارلي چاپلين ۷۵ کاله مخکي د سیاست په برخه کي د نړۍ وضعیت د سینما پر پرده بیان کړ. د «ستر دیکتاتور» په نامه د هغه فيلم ډیر نندارچیان ځانته راجذب کړل. نازیان ډیر په غوسه ول. د هغه شهکارۍ اوس په یوه کتاب کي راټولي سوي.
د هغه د فيلم لومړۍ ننداره
نن ورځ هم د «ستر دیکتاتور »په نامه د هغه فيلم د ناسیونال سوسیالیزم په اړه د اوسني فيلم په شان ډیر د خندا وړ دی. چارلی چاپلین پر دې سلا سوی وو چي د هټلر ځانگړي عادتونه په ډیر مهارت او حاکمیت سره تمثیل کړي.
د ځناورو روزونکی
«ستر دیکتاتور» د دغه کمیډین له ښو فيلمونو څخه دئ. د «چارلي چاپلین د آرشیف» په نامه کتاب کي دغه فيلم د هغه د هنر او ژوند یوه مهمه برخه جوړوي. د دغه کتاب چاپونکي هغو مهمو آرشیفونو ته لاس رسی موندل، چي له چارلي چاپلین سره یې تړاو لاره. په هغه کي د چارلي چاپلین عالی عکسونه هم چاپ سوي. لکه دلته د سرکس په نامه فيلم کي د هغه یو عکس.
کُمیدی او تراژیدي
لکه څنگه چی وروسته د «ستر دیکتاتور» په نامه فيلم کي هم دا خبره رابرسیره کیږي چي د چارلي چاپلین له رازونو څخه د تراژیدي او کمیډی رولونو گډ ادا کول ول. د «طلا لټوونکي » په نامه په نړۍ کي مشهور فيلم کي نندارچیان ویني چي څرنگه یو څوک چي د لوږی له امله د مرگ له خطر سره هم مخامخ دی خو بیا هم د خندا له پاره یو څه لري.
یو نړیوال هنرمند
د «چارلي چاپلین د آرشیف» په نامه کتاب کي سړی لوستلای سي چي د هغه د فيلمونو د جوړولو په برخه کي څومره کارونه سوي، او نن ورځ خلکو ته ساده ښکاري. همدارنگه د هغه د شخصي ژوندانه په برخه کي هم ځیني صحنې ښوول کیږي. د مثال په ډول دلته هغه د «پاولیته گودارد» سره چی یوه لوبغاړې او په عین حال کي د هغه ماينه ده، د «عصري وختونو» په نوم فيلم کی لیدل کیږي.
د یوې پېړۍ هنرمند له خپلو اغېزو سره
د هغه د فيلمونو هنر په بیلابیلو برخو کي لیدل کیږي. په سینما، تصویرونو، کتابونو او کمیډي مجلو کي. چارلي چاپلین د «ترَمپ» په نوم فيلم کي د رول په برخه کی د شلمي پېړۍ په کلتوري تاریخ کي یوه مهمه څیره بلل کیږي.
بې وزلي او بډايي
د «ترمپ» په نامه فيلم له لومړي سره د هغه له مشهورو فيلمونو څخه شمیرل کیدی. خو چارلي چاپلین داسي یو څوک نه وو چی د یوه ساده ژوندانه پلوي وکړي. هغه یو وخت ویلي ول چی بې وزلي ماته هیڅ هم نه راښيي او برعکس د ژوندانه څخه ماته یو غلط تصویر راکوي.
د صامتو فلمونو څخه ږغیزو فلمونو ته
چارلي چاپلین هغه وخت په کار پیل وکړ چي سینماگانو لا ږغونه نه پیژندل. په دغه دوره کي هغه د فيلم په نړۍ کي یو نامتو لوبغاړی وو. د ږغ په رامنځته کیدو سره هغه وروسته له یو څه ستونزو سره مخامخ سو. بې له «ستر دیکتاتور» فيلمه هغه په نورو فلمونو کي پر کلماتو باندي ډیر حاکم نه وو.
د ښکلا په لټه کي
چارلی چاپلین په وار وار سره دا خبره کړې چی تل د ښکلاوو په لټه کی دی. د «چارلی چاپلین د آرشیف » په نامه کتاب چاپوونکي هم په خپل کتاب کی د هغه دا جمله ذکر کړې ده. نوموړی کتاب د یوې آلمانۍ مطبعې له خوا په انگلیسي ژبې چاپ سوی چی د فلمي کتابونو په ډله کی به د ۲۰۱۵ کال تر ټولو ښکلی کتاب وي.