څېړنه: د نړۍ له نیمايي ډيرو جهیلونو کې اوبه مخ پر کمېدو دي
ېوه تازه څېړنه ښيي چې د نړۍ په جهیلونو او آبي زیرمو کې اوبه مخ پر کمېدو دی چې دا د ۲ میلیارد انسانانو د اوبو د خوندیتوب راتلونکې کواښي. کارپوهان يې لامل جهیلونو ته کمه پاملرنه په ګوته کوي چې د افغانستان یادونه هم شوې ده.
د ميليارډونو انسانانو راتلونکې ته ګواښ
ېوه تازه څېړنه ښيي چې د نړۍ په جهیلونو او آبي زیرمو کې اوبه مخ پر کمېدو دی چې دا د ۲ میلیارد انسانانو د اوبو د خوندیتوب راتلونکې کواښي. کارپوهان د دې لامل جهیلونو ته کمه پاملرنه په ګوته کوي چې د افغانستان یادونه هم پکې شوې ده.
د اوبو د خونديتوب ګواښ
د امریکا د کولارادو بولدر پوهنتون پروفیسور، بلاجي راجاګوپالان، چې د دغې څېړنې له ليکوالانو څخه یو دی وايي د نړۍ په سطحه په جهيلونو او آبي زیرمو کې د اوبو کمېدل د انسانانو د اوبو خونديتوب راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي. د دغې څېړنې پاېله د پنجشنبې په ورځ پر ساینس ويب پاڼې خپره شوې ده.
لاملونه
د امریکا د کولاردو بولدر له پوهنتون څخه، راجاګوپالان چې د دغې څېړنې له ليکوالانو څخه یو دی، په جهیلونو کې د اوبو د کمښت لامل، د هغو سم مونيټورينګ نه کول بولي.
د سیندونو په مقایسه کمه توجه
پروفیسور راجاګوپالان وايي سربېره پر دې چې جهیلونه د اوبو په خونديتوب کې حیاتي رول لري، خو هغه سي لازم مونيټورينګ چې سیندونو څخه شوی له جهیلونو څخه نه دی شوی او دا په جهیلونو کې د اوبو د کمېدو لامل کېدای شي.
د وخت په تېریدو رامنځ ته شوي توپيرونه
په تېرو دېرشو کلونو کې پر لنډسیت سټلایت اخیستلي انځورونه ښيي چې په دغه موده کې د اوبو په سطحه کې څرنګه تغییرات راغلي دي.
د ۳۰ کلونو بدلون
د څيړونکو دغه ټيم چې غړي ېې د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې او سعودي عربستان له هیوادونو څخه دي، د نړۍ تر ټولو لویو ۱۹۷۲ جهیلونو او آبي زیرمو ته کتنه کړې ده. دوی په خپل تحقیق کې له ۱۹۹۲ څخه نېولې تر ۲۰۲۰م کال پورې پر سټلایت له اخیستلو انځورونو استفاده کړې ده.
له نیمايي ډېرې اوبه له لاسه وتلې
په پایله کې موندل شوې چې د جهیلونو او آبي زيرمو ۵۳ سلنه اوبه لمنځه تللي دي چې دا په هر کال کې کابو ۲۲ ګيګا ټنه اوبه کيږي. یو ګيګا ټُن مساوي په يو ميليارډ متريک ټنه اوبه کيږي.
د امریکا متحده ایالاتو «ميډ لیئک» یا میډ جهیل
د څېړنې په ټوله دوره کې بيا ۶۰۳ کبيک کیلومتره اوبه له منځه تللي دي چې دغه اوبه د امريکا د «ميډ ليئک» جهیل له اوبو څخه چې د دغه هیواد تر ټولو ستره آبي سرچېنه ده، ۱۷ برابره ډېرې دي.
د نمیروز ګوډ زره جهیل (انځور د بامیان د بند امیر)
د څېړنې اصلي لیکوال، فنګ فنګ یاو (Fangfang Yao) وايي چې تر دې مخکې ډېر هغه انساني او اقليمي عوامل نه وو تشخیص شوي چې په جهیلونو کې د اوبو په کمښت کې رول لري، لکه د افغانستان په نیمرز کې د ګوډ زرې او د ارجانټاین مارچیکيتا جهیلونه.
جهیلونو ته پاملرنه
کارپوهان ټینګار کوي چې د وضعیت د قابو کولو له پاره باید د جهیلونو مونيټورينګ او له اوبو څخه ښې استفادې ته توجه ډيره شي. که نه، د کارپوهانو په خبره وچکالي به نور هم ډېره شي په داسې حال کې چې اوبه يوه تر ټولو حیاتي ماده ده.
څه بايد وشي؟
راجاګوپالان، وايي که چېرته د خوږو اوبو زیرمې همداسې مخ پر کمېدو وي، موږ به ېې په نژدې راتلونکې کې د هغو د بدو پایلو شاهدان وواسو: «له همدې کبله دا زموږ د ټولو دنده ده چې ښه ناظران واوسو.»
تر ټولو اغیزمنې سيمې
د اوبو کمښت تر ټولو ډير د امازون د ګرمسیره برخو او همدارنګه د شمالي قطب په جهیلونو کې ترسترګو شوي دي. دغه وضعیت د دې ښکارندويي کوی چې د اوبو د کمېدو بهیر به نورو سیمو ته هم وغځيږي.