پومپيو نن له طالبانو سره ګوري
۱۳۹۹ آذر ۱, شنبهد متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، له افغان حکومت او طالبانو سره د جلا کتنو تر څنګ د قطر له واکمن، شيخ تميم بن حمد الثاني، او د قطر له خارجه وزير سره د پومپيو ليدنې هم تائيد کړې دي. پومپيو اوسمهال د اروپا او نزدې ختيځ پر سفرونو بوخت دی.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د خبري اژانس په حواله د جمعې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو د سولې د خبرو پر طرز العمل باندې توافق کړی دی. د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، غواړي چې په افغانستان کې جاري پوځي ماموريت ژر تر ژره پای ته ورسوي.
د ترمپ له خوا ټاکل شوي د متحده آيالاتو د دفاع نوي وزير، کريستوفر ميلر، د د سه شنبې په ورځ بې له دې چې د ناټو له نورو متحدينو سره همغږي موجوده وي، د جنورۍ تر ۱۵مې پورې د ۲۰۰۰ نورو امريکايي سرتېرو د ايستلو خبره وکړه.
آيا ترمپ به د طالبانو موقف پیاوړي کړي؟
دا په داسې حال کې ده چې د ترمپ کاري دوره ډېر ژر پای ته رسيږي. د جنورۍ په ۲۰مه به ښايي دموکرات پخوانی مرستيال ولسمشر، جو بايدن، د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
بل لوري ته پر افغان امنيتي ځواکونو باندې د طالبانو بريدونه په دې وروستيو کې ډېر شوي دي. منتقدين خبرداری ورکوي چې د امريکايي ځواکونو عجولانه وتنه ښايي په افغانستان کې د طالبانو موقف پياوړی کړي.