پولنډ له سلواکیا سره سرحدي کنترول غځولی دی
۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبهد پولنډ حکومت غواړي له دې اقدام سره د سلواکیا له مسیر څخه خپلې خاورې ته د مهاجرو د داخلیدو د دوامداره هڅو مخه ونیسي. سلواکیا، تر ټولو په لومړي قدم کې له منځني ختیځ او افغانستان څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره د یوه ترانزیټي هیواد حیثیت لري یا په بل عبارت د منځني ختیځ او افغانستان د مهاجرو له خوا د ترانزیټي هیواد په توګه کارول کیږي.
ډیر شمیر انسانان په اصطلاح د بالکان مسیر او د دغه غیر اروپایي هیواد (سربستان) له لارې اروپایي اتحادیې ته داخلیږي.
د پولنډ سرحد ساتونکو د جمعې (د دسمبر میاشتې لومړۍ نیټه) په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) شبکه کې خبر وړکړی دی چې د پولنډ او سلواکیا په سرحد کې مؤقتي کنترول د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ تر دویمې نیټې پورې غځول شوی: «کنترول به یوازې د پولنډ پر لور تلونکو مسافرو په برخه کې دوام وکړي.«
پولنډ، چک جمهوریت او اتریش هیوادونو د اکتوبر میاشتې په ۴ نیټه له سلواکیا سره د خپلو سرحدي پولو کنترول سخت کړ. تیره میاشت سلواکیا هم د یوه ورته اقدام په ترڅ کې له هنګري هیواد سره خپل مؤقت سرحدي کنترول د دسمبر میاشتې تر ۲۳ نیټې پورې د غځولو پریکړه وکړه.
المان هم په خپل وار سره په دې وروستیو کې د پناه غوښتوونکو او مهاجرو د مخ پر زیاتیدونکي شمیر په پام کې نیولو سره له پولنډ او سلواکیا هیوادونو سره د خپلو سرحدي پولو کنترول سخت کړی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص