پولنډ د گروپي لوبو دوهمه هم بايلوده
پولنډ د ۲۰۱۸م کال د فوټبال د نړيوال جام په گروپي سياليو کي په H گروپ کي خپله دوهمه لوبه هم بايلوده. له کولمبيا سره تر ۳ صفر ماتي وروسته پولنډ د دې سياليو بل پړاو ته د وتلو چانس له لاسه ورکړ.
د پکشنبې په ماښام د پولنډ د فوټبال ملي لوبډله په H گروپ کې خپله دوهمه لوبه له کولمبيا سره لرله. دغو دواړو لوبډلو د گروپي لوبو لومړۍ بايللي وې. دغه لوبه د دواړو له پاره ډيره مهمه وه چي درې نمرې په لاس راوړي.
په کازان ارينا لوبغالي کي د دغي لوبي نندارې ته ۴۳ زره کسان راټول سوي ول. د دوی ډيری د پولنډ نندارچيان ول.
د کولمبيا لوبډلي مينه وال هم په لوبغالي کي لږ نه ول.
داچي دواړو لوبډلو د لوبي گټلو تلاښ کاوه، لوبه له لومړي سره ډير توده وه. په انځور کي د پولنډ ۹ لمبر ليواندوسکي او د کولمبيا ۵ نمره باريوس ښکاري.
د لوبي په ۴۰ دقيقه کي کولمبيا وتوانېده چي پولنډ ته يو گول ورکړي او لوبه يو پر صفر په خپله گټه روانه کړي.
پولنډ د لوبي په دوهمه نيمايي کي لوبه نوره هم تيزه کړه، څو وکولای سي لوبه مساوي کړي، خو د لوبي په ۷۰ دقيقه کي د کولمبيا فارورد رادامل فاکائو وتوانېد چي پولنډ ته دوهم گول هم ورکړي او لوبه دوه پر صفر پخپله گټه روانه کړي.
په ۷۵ دقيقه کي د کولمبيا لوبډله بيا هم وتوانيده چي پولنډ ته دريم گول هم ورکړي او د لوبي گټل قطعي کړي.
د پولنډ لوبډلي کپيتان روبرت ليواندوسکي ډير کوښښ وکړ چي لوبډله له ماتي وژغوري، خو بخت ياري ورسره ونه کړه.
پولڼد لوبډلي چي په گروپي لوبو کي دوې لوبي بايلودي، نو د سياليو بل پړاو ته وتلای نه سي او تر دريمي لوبي وروسته به کور ته ستنيږي. کولمبيا په گروپي لوبو کي يوه لوبه گټلې او يوه بايللې ده اوس به دريمه لوبه ورته برخليک ټاکونکې وي.