پوتین: اتومي وسلې به په جولای کې بلاروس کې نصبې شي
۱۴۰۲ خرداد ۲۰, شنبهد روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وویل چې په پام کې ده د دغه پلان له پاره په اړوندو دستګاو کې د چمتووالي کار د جولای په ۷مه او ۸مه پای ته ورسيږي.
ورته نور ولولئ:پوتين: روسيه خپلي اتومي وسلې زياتوي
د روسيې د دولتي خبري آژانس «ټاس» د رپوټ پر اساس، پوتین دغه مطلب د جمعې په ورځ د بلاروس له ولسمشر، الکساندر لوکاشينکو سره تر کتنې وروسته بیان کړ.
پوتين زیاته کړه چې د چمتووالي تر پای ته رسيدلو وروسته، د وسلو د ځای پر ځای کېدو بهیر پيليږي. د روسيې ولسمشر په دې هکله ويلي دي چې ټول کارونه د پلان مطابق مخته ځي او د وسلو ځای پر ځای کېدل به د بلاروس په ګاونډي هیواد، ليتوانيا کې د ناټو تر غونډې مخکې پيل شي.
په پام کې ده چې د ناټو دغه غونډه د روان کال د جولای مياشتې په یوولسمه او دوولسمه د ليتوانيا په پلازمېنه، ويلنیوس، ښار کې ترسره شي. پوتین د روان کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې غواړي د روسيې اټومي وسلې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریت او متحد هیواد، بلاروس کې ځای پر ځای کوي.
پوتين د دغو وسلو د ځای پر ځای کولو دلایل هم بیان کړي، له هغې جملې څخه ېې ويلي دي چې امریکا متحده ایالات له کلونو راهیسې خپلې اټومې وسلې د آلمان په ګډون په اروپا کې ساتي.
ورته نور ولولئ: شولڅ وايي پوتين پر خپل موقف ولاړ برېښي
لویديځ د مسکو له دغه تصمیم سره مخالفت ښودلی دی.
د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو د می مياشتې په وروستیو کې ويلي وو، چې هیواد ته ېې د وسلو د ليږد بهیر د مخه پيل شوی دی. په پام کې ده په دې لړ کې سکندر توغندي چې د اټومي سرګلولو د ليږد وړتیا لري هم ځای پر ځای شي. د رپوټ پر اساس، د بلاروس جنګي جيت الوتکې به هم پر نوو وسلو تجهېزې شي.
دويچه وله د/م.ک.ص./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: