پوتین د ایران نوي ولسمشر ته مبارکي ورکړې
۱۴۰۳ تیر ۱۶, شنبهد روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ، کريملین، د شنبې په ورځ وويل چې ولسمشر ولادمير پوتين د ایران په انتخاباتو کې اصلاح طلبه نوماند مسعود پزشکان ته مبارکي ورکړې ده.
پوتین پزشکیان ته د مبارکۍ په یو پیغام کې لیکلی: «زه هيله لرم چې د ولسمشر په توګه ستاسو دوره زموږ د دوستو خلکو تر منځ د رغوونکو دوو اړخیزو همکاريو په تقویت کې مرسته وکړي.»
پر ایران او روسيې د غرب له لوري سخت تحریمونه لګول شوي دي. پوتین ويلي چې دواړه هېوادونه کولی شي«په رغوونکې شېوه د نړيوالو مسايلو د حل و فصل له پاره خپلې هڅې همغږې کړي.»
مسعود پزشکان د ایران په ولسمشريزو انتخاباتو کې له ۱۶ ميليونو ډېرې راېې ګټلي چې شاوخوا ۵۴ سلنه جوړوي. د هغه فوق العاده محافظه کار رقیب سعيد جلیلی رايې بیا له ۱۳ میلیونو ډېرې چې ۴۴ سلنه جوړوي.
د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو په دوهم پړاو کې شاوخوا ۳۰ میلیونه راي ورکو خپلې راېې ورکړې. د انتخاباتو لومړی پړاو د جون میاشتې په ۲۸مه ترسره شوی وو.
۶۹ کلن مسعود پزشکیان د زړه جراح دی. هغه د یوې عملي بهرنۍ پالیسۍ د تقویت ژمنه کړې تر څو ېې موجوده کړکيچونه راکم او د نړۍ له زبرځواکونو سره د مذاکراتو له لارې ېې د ایران د ۲۰۱۵ اټومي پروګرام بېرته احیا کړی وي.
په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات په ۲۰۲۵ کال کې ترسره کېدل، خو د چورلکې د لوېدو په پېښه کې د مخکني ولسمشر ابراهیم رئيسې د مړېنې په دلیل له وخت مخکې ترسره شول.
(AFP)mks/aa/
له آرشيف څخه: