پوتین د اوکراین پر شرق باندي د نورو بریدونو اعلان وکړ
۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبهاعلان
پوتین د ازبکستان په سمرقند ښار کي د شانګهای د همکارۍ سازمان(SCO) د سرمشریزي په اخره کي وویل، چي په دونباس کي به یې نظامي عملیات متوقفه نسي. په خبره یې هغه اوس په لږ سرعت سره پر مخ روان دي، ځکه چي د پوځ یوه برخه یې په عملیاتو کي برخه لري. هغه د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ په مقابل کي د غچ اخیستلو تهدید هم وکړ. پوتین د اوکراین له شرق څخه د روسی قواوو د وتلو او پر شاتګ د موضوع په هکله د اول وار دپاره خبري وکړې.