په ۲۰۲۵ کال کې به د کومو هیوادونو اقتصاد وده کوي؟
۱۴۰۳ دی ۱۶, یکشنبهد «نیوزویک» خبر پاڼې په یوه راپور کې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ او ځینو هېوادونو د اقتصادي ودې د وړاندوینې په تړاو د امریکا د پانګونې معتبر بانک «ګولډمن ساکس» تحلیل خپور شوی دی.د دغه څو ملیتي پانګې اچونې بانک د وړاندوينې له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې به نړۍ د پام وړ اقتصادي وده وکړي، خو بېلا بېل هېوادونه به بېله اقتصادي وده تجربه کړي.
د کوویډ - ۱۹ وبا له امله رامنځته شويو سختو کلونو وروسته د نړیوال اقتصاد وړاندوینې نسبتا خوشبینه دي، خو د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې به اقتصادي وضعیت توپیر ولري.
سربیره پردې، د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې سوداګریزه پالیسي به له امریکا بهر هم په اقتصادي وضیعت اغیز وکړي.
هند او چین به په ۲۰۲۵ کې ترټولو لوړه اقتصادي وده ولري
د ګولډمن ساکس بانک په وینا، هند به په ۲۰۲۵کال کې ۶،۳ سلنه تر ټولو ګړندۍ وده تجربه کړي او چین به د ۴،۵ سلنه اقتصادي ودې په درلودلو سره دویم ځای ولري.
د دغې وړاندوینې له مخې، آلمان به تر ټولو ټیټه اقتصادي وده ولري چې د خورا ټیټې ودې کچه یې ۰،۳ سلنه ده. فرانسه او ایټالیا به په ۲۰۲۵ کې له یو سلنې څخه کم اقتصادي وده تجربه کړي.
د ګولډمن ساکس وړاندوینه دا هم په ګوته کوي چې د متحده ایالاتو اقتصاد به په دوامداره توګه ۲،۵ سلنه وده وکړي او د دغه هیواد په اقتصاد باندې به د د ټرامپ د نوې سوداګریزې پالیسۍ اغیز کم وي.
د دې برعکس، ګولډمن ساکس وړاندوینه کړې چې د ټرا مپ د تګلارې اغیز به له امریکا بهر خورا زیات وي. هغه تعرفې چې ډونلډ ټرامپ ولګوي ښايي په ۲۰۲۵ کال کې د چین اقتصادي وده نږدې ۰،۷ سلنه کمه کړي، په یورو زون کې به دا اندازه ۰،۵ سلنه وي.
د ګولډمن ساکس په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې به د روسیې اقتصادي وده یوازې ۱،۲ سلنه وي.ګولډمن ساکس دا وړاندوینه هم کوي چې به نړیواله کچه به د ناخالصو تولیداتو کچه په اوسط ډول ۲،۷ سلنه وده وکړي، چې ۲۰۲۴ ته ورته وړاندیونه ده.