په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو ډیر پلورل شوي فلمونه
د کرونا محدودیتونو په کمیدو او د ځینو هغو فلمونو په خپریدو چې خپرول یې ځنډول شوي ول، په ۲۰۲۲م کال کې بیرته د سینما بازار تود کړ.
تاپ ګان: ماوریک
په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو ډیر پلورل شوی فلم "ټاپ ګن: ماوریک" و. د فلم اصلي رول د تام کروز دی او د تاپ ګن فلمونو له لړۍ څخه شمیرل کیږي چې په ۱۹۸۶م کال کې خپور شو. تام کروز په دې فلم کې د یوه نوي زده کونکي پیلوټ په رول کې مرکزي رول درلود. دغه فلم تر دې دمه یو میلیارد او۵۰۰ میلیونه يورو خرڅلاو لرلی دی. دا د تام کروز تر ټولو بریالی فلم ګڼل کیږي.
د ژوارسیک نړۍ
"د ژوراسیک نړۍ: قلمرو" د دغو فلمونو د لړۍ شپږم فلم دی چې تر اوسه پوري يې یو میلیارد ډالره په لاس راوړي او د ۲۰۲۲م کال بریالی فلم ګڼل کیږي. پر دې فلم دومره مثبت نقد هم نه دی شوی. د فلم ډایرکټر کالین ترورو دی دغه فلم باید په ۲۰۲۱م کال کی نندارې ته وړاندې شوی وای، خو د کرونا له امله ۲۰۲۲ ته پاتې شو.
داکتر سترنیج د لیونتوب په څو جهانونو کې
د جورج ډاکټر سټیفن سټرینګ کیسه چې د لوی جادوګر په توګه د جادويي ګواښونو په وړاندې د انسانیت دفاع کوي، لومړی ځل په ۱۹۷۸م کال کې جوړ شو. په ۲۰۱۶م کال کې بريتانوي لوبغاړي بینډیکټ کیمبرج د دې کرکټر رول پر غاړه واخیست. د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کې د «ډاکټر سټرینج د څو جهانونو په لیونتوب کې» تر سرلیک لاندې د هغه د سفرونو دویمه برخه وښودل شوه چې تر اوسه یې شاوخوا ۹۵۶ میلیونه ډالره ګټلي دي.
مینونونه:د ډلو ظهور
دغه متحرک فلم "Minions: The Rise of Gru" هم د ۲۰۲۲م کال یو له ډیرو پلورل شویو فلمونو څخه دی. دا فلم چې یوازې د ۸۰ میلیونو ډالرو په بودجه جوړ شوی، په روان دوبي کې خپور شوی او تر اوسه یې ۹۴۰ میلیونه ډالره ګټلي دي.
تور پړانګ
د فلم لیدونکو، په ځانګړې توګه د ساینسي افسانو فلم خوښوونکو دا کال د تور پړانګ په نوم فلم هم ننداره کړ. د دغه فلم لومړۍ برخه په ۲۰۱۸م کال کې نندارې ته وړاندې شوه. تر اوسه پوري يې ۷۸۷ میلیونه ډالره په لاس راوړي دي.
بتمن
تر دې دمه د بتمن د کرکټر په اړه ډېر فلمونه جوړ شوي دي چې ډېر یې د دغه ستوري له خوا تود هرکلی شوی دی. دغه فلم په مارچ میاشت کې نندارې ته وړاندې شو او ۷۷۱ میلیون ډالر یې ګټلي دي.
ثور: مینه او تندر
د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د «ثور» لړۍ څلورمه برخه د نړۍ د سینما پر پرده نندارې ته وړاندې شوه. مشهور ستوري لکه نټالي پورټمین، کریسټین بیل او راسل کرو رول لوبولی دی. د "تور: مینه او تندر" په نوم فلم په دې دوبي کې له خپریدو راهیسي ۷۶۱ ميلیونه ډالره ګټلي دي. دا فلم په ۲۵۰ميلیونه ډالرو بودیجه جوړ شوی دی.
د چانګ جین ۲ په جهیل کې جګړه
که څه هم د ۲۰۲۲م کال تر ټولو ډېر پلورل شوي فلمونه امریکايي سینما جوړ کړي، خو د چین دوه فلمونه هم ډېر بریالي ول. د چانګ جین ۲ په جهیل کې جګړه، د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د چینايي نوي کال په مناسبت خپور شو او تر اوسه یې ۶۲۷ میلیونه ډالره ګټلي دي.
د سپوږمۍ سړی
د سپوږمۍ سړی په ۲۰۲۲م کال کې بل چینایي فلم دی چې ډیر پلورل شوی. دا فلم یوه افسانوي او عشقي کیسه لري او تر اوسه پوري يې ۴۶۰ میلیونو ډالره ګټلي دي.
آواتار: د اوبو لار
"اوتار: د اوبو لاره" یو ساینسي او افسانوي فلم دی چې د جیمز کامرون له خوا یې ډایرکټ شوی او د اوتار ۲۰۰۹م کال محصول دی. دا فلم چې څو ځله ځنډول شوی و، بالاخره د تيرکال په ډسمبر مياشت کې خپور شو. دغه فلم په څو اونی کې۴۴۲ ميلیونه ډالره ګټلي دي. اوتار په ۲۰۰۹م کال کې د سینما په تاریخ کې ترټولو لوړ عاید لرونکی فلم دی چې تر ۲ ميلیاردو او ۹۰۰ ميلیونو ډالرو ډېري پيسې يې ګتلي دي.