په ۲۰۱۷کال کې څو مهمو سينمايي پيښو ته کتنه
د ۲۰۱۷م کال په سترو سینمايي فیستوالونو کې تر ټولو بريالي فلمونه او ډيري جايزې ګټونکي فلمي شخصيتونه څوک ول؟ د «لالا لند» فلم چې۳۰ ميلیونه ډالر لګښت پرې راغلی او نژدې ۴۵۰ ميليونه ډالر يې ګټلي، له دغو فلمونو څخه یو دی.
د ۲۰۱۷کال د برليناله طلايي خرس د هنگري فلم «ځان او روح»
«ځان او روح» (Testről és lélekről)، هنگري فلم دی. د دغه فلم دایرکتره يې ايلدیکو انيدي (ښې لور ته، د برلين د فیستوال د مدير ديتر کاسليک ترڅنګ) وتوانيده چې د ۲۰۱۷م کال د تر ټولو ښه فلم په توګه د برليناله طلايي خرس جايزه وګتي. «روح او ځان» د يوې خيالې مينې په اړه شاعرانه فلم دی چې بيا په واقعيت اوړي. فلمي کارپوهان وايي چې دغه فلم د اسکار د تر ټولو ښه غير انګليسي فلم جايزې ګټلو څخه هم برخمن دی.
د «سپوږمۍ رڼا» د ۲۰۱۷ اسکار کې
تر برليناله وروسته، د فلمي مینوالو پام د هالیوود اسکار جايزو ته اوړي. «سپوږمۍ رڼا» (Moonlight) چې د بري جنکينز ګوی جوړ فلم دی، وتوانيد چې له خپلو سیالانو مخکې او د کال د تر ټولو ښه فلم په کټه ګورۍ کې د اسکار جايزه وګټي. «سپوږمۍ» فلم په درو فصلونو کې د يو تورپوستي ځوان داستان بيانوي. د دغه فلم دوو اکترانو هم د اسکار جايزې وګټلې چې ولسمشر دونالد ترامپ له پاره د يو سياسي پيغام درلودونکي ول.
«لالا لند» او اسکار
«لالا لند» يو موزيکال فلم دی. دا په ۲۰۱۷م کال کې د اسکار جايزې د ګټلو له پاره په ۱۴ څانګو کې نوماند شوی وو چې په ۶ برخو کې يې ګټونکی شو. په دغو شپږو برخو کې د تر ټولو ښه دايرکتري او د ښځينه تر ټولو ښه رول برخه هم راځي. پر دغه فلم ۳۰ ميليونه ډالر لګښت راغلی او تر ۴۴۶ ميليونه ډالرو زياتي پيسې ئې گټلي. په عکس کې رايان ګاسلینګ (ښې لور) او اماستون د «لالا لند» فلم په يوه صحنه کې ښکاري.
په هاليود کې اصغر فرهادي بريا
اصغر فرهادي په لومړي ځل په ۲۰۱۲کال کې «له سيمين څخه د نادر جلا کيدل» پر فلم د ايران سینما له پاره د اسکار جايزه وګټله. په ۲۰۱۷کال کې يې «پيريدونکي» فلم وتوانيد چې د اسکار دوهمه جايزه وګتي. خو فرهادي په دغو مراسمو کې د ترامپ د مهاجرت قانون او د ايراني مهاجرو د ممنوعيت په غبرګون کې په دغو مراسمو کې ګډون و نه کړ. هغه انوشه انصاري (په انځور کې کيڼ لور ته) د خپل استازي په توګه استولې وه.
فرهادی او د کن فيستوال اویايمه پرانيستنه
اصغر فرهادي په می مياشت کې د کن د اويايمې دورې فيستيوال پرانيستونکی وو. (فلمي اداکاره، فرانسوۍ-امريکايي ماډله او د جاني دپ لور) لي لي رز په دغو مراسمو کې له فرهادي سره مله وه. فرهادي چې د ترمپ د مهاجرت جنجالي پروګرام په غبرګون کې د اسکار مراسم تحريم کړي ول، په کن کي يې ميلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل چې دلته«فرهنګونه يو بل ته د متقابل احترام په شتون کې د سينما په ژبه خبرې کوي.»
«ډګر»، په کن فيستوال کې طلاېې شاخچې ګټونکی
د فرانسې د کن د اويايم فيستوال طلايي پاڼه، سويډني فلم«ډګر» ته ورکړل شوه. دغه فلم روبن اوسئلوند ډايرکټ کړی دی. «ډګر» د مدني شجاعت په اړه جوړ شوی او همدا ډول په کې هنر او د هنر بازار ته په طنزي بڼه کتنه شوې ده. له همدې امله د موزيمونو او د هنر د خالقانو له خوا ورباندې طنزي نيوکې شوي دي. «ډګر» د ۲۰۱۷کال د طلايې پاڼي تر څنګ ۶ نورې معتبرې اروپايي جايزې هم وګټلې.
مکيسيکويي اداکار او د وينز «طلايي زمری»
د وينز ۷۴م سينمايي فيستيوال د ۲۰۱۷کال په سپتمبر کې جوړ شو. د دغې دورې ستر ګټونکی مکسيکويي اداکار «ګيلرمو دل توره» وو. هغه وتوانيد چې د «اوبو شکل» فلم سره يې د تر ټولو ښه فلم په کټګورۍ کې د وينز«طلايي زمري» جايزه ترلاسه کړي. دغه دايرکټر تر دې مخکې د نورو فلمونو له پاره هم د اسکار او د کن جايزې ګټلي دي. انځور کې د «اوبو شکل» د فلم يوه صحنه.
"بلید رنر ۲۰۴۹"، ساینس فکشن فلم
د (۱۹۸۲) کال محصول«بيلد رنر» فلم پر دوام، بيا د فلم جوړيدل هغه هم وروسته د ۳۵ کاله وقفې، ساده کار نه دی. د ساینس فکشن فلمونو علاقمندان دغه فلم ته کلونه کلونه په انتظار کې ول. «بليد رنر ۲۰۴۹» د هاليود نامتو فلمي دايرکټر، ريدلي سکات چې مخکې يې «بليد رنر» جوړ کړی وو، ډايرکت کړی دی . د هاليود نامتو اداکار هريسن فورد (ښي لور) چې په لومړي فلم کې يې کار کړی وو، دا ځل هم په فلم کې شته.
د «تونی اردمان» له پاره دوامداره بريا
آلمانی فلم «توني اردمان»، څرنګه چې په ۲۰۱۶ کې د اروپا د تر ټولو ښه فلم په کټه ګورۍ کې جايزه ترلاسه کړې وه، په ۲۰۱۷م کال کې يې هم ډير وياړونه وګټل. د دې فلم دايرکټر مارن آده وو.
د «بابل برلین» سريال
له هغه وخته چې امازون او نت فلکس شرکتونو بازار ته راوتلي، د سينما او تلويزيون تر منځ چندان روښانه سرحد نه دی پاتې. د آلمانۍ سينما تکړه اداکار «تام تيکور» د «بابل برلين» سره، له سينما څخه تلويزيون ته راغی. دغه سريال چې کيسه ېې په برلين کې د شلمې پيړۍ په طلايي وخت کې تيريږي، د فلمي مينوالو او منتقدانو د ډير له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
«دیو او دلبر"، تر ټولو لوړ فروش لرونکی فلم
«ديو او دلبر» داسې يو داستان دی چې تر اوسه په وار وار د سينما موزيکال فلمونو په چوکات کې وړاندي کړل شوی دی. خو د ۲۰۱۷کال هغه يې له مخکينو نه يې ډير زيات متفاوت دی. دغه فلم «بیل کاندن» دايرکت کړی دی.
«فاک یو گوته ۳»
«فاک يو ګوته ۳» يو کميډي فلم دی. په دغه فلم کې الياس مبارک (په انځور کې) چې يو اتریشي الاصله آلمانی دی رول لوبولی دی. دغه فلم په يوه جمعه کې د ۷ / ۵ ميليونه ليدونکو په لرلو سره د ډير خرڅ شويو فلمونو په سر کې ځای ونیو.