«په یوه اونۍ کې ۵۰ زره کسانو له بند امیر لیدنه کړې ده»
۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعهپه بامیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الرحمن محمدي دویچه ویله ته وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۷۰ زره داخلي سیلانیانو او ۵۰۰ بهرني سیلانیانو د بامیانو تاریخي ولایت څخه لیدنه کړې ده.
اړوند مطلب: بامیان په لوی اختر کې د ۲۵ زره سیلانیانو کوربه وو
محمدي زیاتوي: «په تېره یوه اونۍ کې په ځانګړي توګه د اختر په ورځو کې، له ۵۰ زره زیاتو کسانو له بند امیر ملي پارک څخه لیدنه کړې ده. هوا ګرمه ده، خو هره ورځ کورنۍ د لیدنې له پاره دغه ولایت ته سفر کوي.»
بامیان د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی، چې پخوا کلونه د زرګونه کورنیو او بهرنیو میلمانو کوربه و. خو وروسته له هغې، چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د سیلانیانو شمېر په ځانګړي توګه بهرنیان کم شوې دي.
پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه، له بامیانو څخه د کمو ښځو او کورنیو د لیدنې لامل بلل کیږي.
د بند امیر یو اوسیدونکی علي محمد وایي، د ښځو او نجونو شتون د نارینه وو په پرتله کم دی. هغه بند امیر ته د طالبانو ځایي مسؤلینو په نه پاملرنې نیوکه کوي.
علي محمد وویل: «بې نظمي زیاته ده. له پارک څخه سمه ساتنه نه کیږي. خلک خپل موټرونه د آبشار لاندې راولي او مینځي یې، چې د جمهوریت په وخت کې دا منع وو.»
اړوند مطلب:بامیان: له نجونو پرته ژمنی سپورټي فیسټوال پای ته ورسید
بند امیر د بامیان ښار لویدیځ ته په ۷۵ کیلومترۍ کې په یکاولنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې په ۲۰۰۷م کال کې د ښکلي طبیعي منظرو او د اوبو د اوو پاکو بندونو له امله د افغانستان د لومړي ملي پارک په توګه وپېژندل شو.
د بند امیر د سیمه ایزې شورا مشر سید طاهر دویچه ویله ته وویل، د کورنیو سیلانیانو شمېر د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله بې مخینې دی. هغه وویل: «دقیق شمېر نشته، خو د دې ځای اوسیدونکی یم، په تېرو شلو کلونو کې دغه رقم خلک ملي پارک ته نه وو راغلي، د سیلانیانو د راتګ لامل په لارو کې نسبي امنیت دی.»
ا س. ف ظ. ن ز