1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کندهارکي زرونو کسانو ته د کار زمینه برابره سوې»

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د کندهار ښاروالۍ او ځينو موسساتو په مرسته د بيا رغوني په څو پروژو کې په زرونو کسانو ته د کار زمينه برابره سوې. مسؤلین وايي، په نوي عیسوي کال کي به شل زره نورو کسانو ته هم د همکارو مؤسسو په همکارۍ د کار زمینه چمتو سي.

https://p.dw.com/p/4LEq0
Afghanistan Stadtbauprojekte in Kandahar
انځور: Gemeinde Kandahar

عطاء الله د کندهار ښار هغه اوسیدونکی دی چي له تیرو دریو ماشتو راهیسي په دغه ښار کي د بیا رغوونو په پروژو کي کار کوي او وايي چي اوس يې د ژوند چاري یوڅه ښه رواني دي. 
دغه د ۶ اولادونو پلار وايي چي ترمخه يې په اوونۍ کي یو واري هم د چوک پر سر کار نه سو پیداکولای، خو اوس چي د ښاروالۍ له خوا رغنیزي چاري په بېلا بېلو سیمو کي رواني دي، نو ده ته هم پکښي د کار زمینه چمتو سوې ده: «که څه هم ډیري پیسې نه راکوي، خو بیاهم تر بېکارۍ ډېري ښې دي او زه پکښي خوشحاله یم.»

اړوند: د کندهار چارواکي: ۸۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې
د کندهار ښاروالۍ د مسؤلینو په قول په دې تیرو دریو میاشتو کي يې د خوړو د نړيوال سازمان لш خوا د ځینو همکارو مؤسسو په ملتیا او د ښاروالۍ سره په همږغۍ ۶ زره کسانو ته د کار زمینه چمتو کړې وه. 
د دغه ریاست مطبوعاتي ویاند زمري څرګند دویچه ویله ته وویل چي همدااوس هم د کندهار ښاروالۍ د پرمختیايي بودجې په مټ ۱۵ لويي پروژې د ښار په بېلا بېلو سیمو کي رواني دي چي ۴۴۲میليونه افغانۍ ورته ځانګړي سوي دي. 

اړوند:کندهار؛ ښځو ته له کوره د کارکولو زده کړي ورکړل سوي


د ده په قول، د دې ترڅنګ ۵۱ نوري رغنیزي پروژې د «یو، این هبیټاټ» او ځینو نورو مؤسساتو په همکارۍ رواني دي چي په مستقیم او غیري مستقیم ډول ۲۵ زره ملکي او غیري مسلکي کسان پکښي کار کوي: «دغه پروژې چي ما یادي کړې په دې کي د ښار یوشمېر سړکونه، استنادي دېوالونه، ویالې، د سړکونو پینه کارۍ، د چریو جوړول، پاکول، د زړو چوکونو ترمیم او د نویو چوکونو جوړول شامل دي.»

کندهارښاروالۍ لخوا زرونو کسانو ته د کار زمینه چمتو سوې ده.
کندهارښاروالۍ لخوا زرونو کسانو ته د کار زمینه چمتو سوې ده. انځور: Gemeinde Kandahar


د څرګند په قول، په نوي عیسوي کال به یو زیات شمېر نور کسان هم په دندو وګوماري، چي شمېر يې شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته رسیږي او له دوی سره اړوندو مؤسسو ژمنه کړې ده چي یاد شمېر کسانو ته به د کار زمینه چمتو کوي.

اړوند:  په کندهار ښار کې د بیا رغاونې کارونه پر مخ روان دي
په کندهار کي داسي مهال یاد شمېر کسانو ته په مستقیم او غیري مستقیم ډول د کار زمینه چمتو سوې او چمتو کېږي، چي په دې وروستیو کي پر کندهار سربيره په ځينو نورو ولایتونو کي خلک له وزګارتیا او ټیټ اقتصاد څخه شکایت کوي او له هیواد څخه وتلو ته زړه ښه کوي. 
د کندهار پوهنتون د اقتصادي پوهنځي مخکنی استاد عبدالرحیم هیواد پال وايي چي له هیواده د اکثرو افغانانو وتل امنیت نه، بلکي کمزوری اقتصاد دی. 

کندهارښاروالۍ لخوا زرونو کسانو ته د کار زمینه چمتو سوې ده.
کندهارښاروالۍ لخوا زرونو کسانو ته د کار زمینه چمتو سوې ده. انځور: Gemeinde Kandahar


د ده په قول، د مسؤلینو ترڅنګ نړيوالو ته ښايي چي د افغانانو پر اقتصادي حالت زړه وسوځي او دغسي رغنیزي چاري دوامداره کړي، چي زیاتو خلکو ته لاهم د کار زمینه برابره سي: «که اکثرو خلکو ته د کار زمینه چمتو سي، نو خلک خو لیونیان نه دي، چي د مرګ په بیه پردیو هیوادونو ته ځي.»

اړوند: په کندهار ښار کې د بیا رغاونې کارونه پر مخ روان دي
د اروا پوهني مسلکي استادان هم وايي چي دوامداره وزګارتیا اقتصاد ځپي او ځپل اقتصاد د انسان پر اروا مستقیم اغېز لري، چي وروسته بیا دغه اغیز د نورو عواملو تر څنګ انسان له خپله ژونده هم بیزاروي.
دا په داسي حال کي ده، چي په روانه اوونۍ کي د کندهار د یوې خصوصي راډیو مخکني ویاند نصیر میرزايي ځان وژنه کړې او نژدې ملګري يې وايي، چي ده به تل له اقتصادي ستونزو شکایت کاوه.