په کندهار کي بیا د پوليسو پر قرارگاه باندي ځانمرگي بريدونه تر سره سوي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۷, دوشنبهد پوليسو يو لوړ پوړي چارواکي، اشرف غرزي وويل: ځانمرګي بريد کونکي د پوليسو د قرارګاه څخه د باندي يو موټر سايکل بم والوزاوه او د ودانۍ د حويلۍ ديوال يې تاواني کړی.
د هغه په خبره تر هغه وروسته دو نور ځان مرگي بريد کونکي د قرارګاه حويلي ته ننوتل او د ودانۍ په دننه کي يې د پوليسو سره په ډزو پيل وکړئ.
غرزي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « د 40 دقيقو نښتي څخه وروسته دواړه ځانمرګي بريد کونکي ووژل سول او د هغوئ پرځان پور تړلي بمونه هم والوزول سول.»
د پوليسو نوموړي قوماندان، چي خپله هم په دغه قرارګاه کي ؤ وويل: «په دې نښته کي درې سره ځانمرګي بريد کونکي ووژل سول او يوازي څلور تنه پوليس لږ ټپيان سوي دي».
د فرانس پرس د خبري آژانس خبريال ليکي،چي هغه وليدل چي د ودانۍ ښيښې ماتي سوي وي او د ځانمرګي بريد کونکو د «جسدونو ټوتې» هري خواته پرتې وې.
دطالبانو وياند، چي ځان يوسف احمدي معري کوي، د فرانس پرس خبري آژانس ته په يوه تيليفوني تماس کي د نوموړو بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی، خو ويلي يې دي، چي پر موټر سايکل تړل سوی بم د ريموت کنټرول په واسطه الوزل سوی دی.
د افغانستان د کورينو چارو وزارت د حملې خبر تائيد کړی او ويلي يې دي، چي درې تنه پوليس په دې حملو کي ټپيان سوي دي.
په کندهار کي ځانمرګي برديونه او د حکومتي چارواکو ترور وروسته تر هغه هم نور زور اخستی، چي په دغه ولايت کي د افغان او نړيوالو ځواکونو د پراخو پوځي عملياتو د تر سره کېدو د پاره د يو پلان اعلان وسو.
دوې اونۍ مخکي وسلوالو طالبانو اعلان کړی و، چي په هغه سيمه کي به په پراخو عملياتو لاس پوري کړي. خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو هغه د دښمن تبليغات وبلل.
AFPE/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل