1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمير کي تر پنځو مياشتو بنديز وروسته محدوده انترنتي آزادي

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د هند حکومت د کشمير په سيمه کي انترنت په محدود او کرار سرعت سره آزاد کړی دی. په دې ډول ډيريو انترنتي سايتونو، واتس اپ او ټولنيزو شبکو ته لاس رسي موجود نه دی. خلکو په تيرو پنځو مياشتو کي انترنت ته لاس رسي نه درلود.

https://p.dw.com/p/3WvOQ
Internetsperre in Kaschmir
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa

د هند حکومت د اگست مياشتي په پيل کي د کشمير په ناامنه سيمه کي چي له پاکستان سره په سرحد کي پرته ده، انترنت قطع کړ، هلته يي نور ځواکونه واستول او نور محدوديتونه هم وضع کړل.

له دغو تدابيرو څخه هدف په سيمه کي د اعتراضونو مخنيوی وو. مخکي له دې د هند حکومت د جمو او کشمير د نيمه خودمختاره ايالت وضعيت لغوه اعلان کړی وو. ياغيان له لسيزو راهيسي په دغه سيمه کي د خپلواکۍ د په لاس راوړلو له پاره مبارزه کوي.

عارف شفيعي چي په دغه سيمه کي د خبريال په توگه کار کوي د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس «ډي پي يي» ته ويلي چي له انترنت څخه حتي د خپل ايميل د چِک کولو له پاره هم استفاده نه سي کيدلای.

رسمي چارواکو ويلي دي چي بيره لري چي له انترنت څخه د خلکو د پاروني له پاره کار وا نه خيستل سي.

د جنورۍ پر لسمه نيټه، د هند عالي محکمې اعلان وکړ چي په کشمير کي دغه محدوديتونه جواز نه لري.

هند که څه هم چې په نړۍ کي يوه ستره ديموکراسي ده، خو په عين حال کي د هر بل هيواد په پرتله انترنت قطع کوي.