په کالیفورنیا کې پر کنیسې برید ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ اردیبهشت ۸, یکشنبهد یهودانو د پسح يا فطير اختر په وروستۍ ورځ ( شنبه، د اپریل ۲۷) یو وسله وال بریدګر د کالیفورنیا ایالت په یوه کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) کې پر حاضرو کسانو ډزې وکړې. په دې پيښه کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه ټپیان دي.
د آلمان خبري آژانس د کالیفورنیا د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه برید د شنبې ورځې تر غرمې مخکې د سن دیاګو ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوی او بریدکوونکی يو ۱۹ کلن ځوان وو چې نیول شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ چې په یوه انتخاباتي غونډه کې د ګډون له پاره ویسکانسين ایالت ته سفر کړی وو، د یهودانو پر کنیسه برید «د کرکې د انګیزې له مخې رامنځته شوی جنایت» وباله.
په ظاهره کې بریدګر تر ډزو وروسته د پيښې له ځای څخه تښتیدلی او لږ وروسته یي ځان پولیسو ته تسليم کړی دی.
خبري سرچينو د سیمه ایز پولیسو د مشر بیل ګور، په حواله رپوټ ورکړی دی چې په ټپي شویو کسانو کې یو تن د کنيسې راهب دی. د ټپیانو حالت د اندښنې وړ نه دی.
د آلمان خبري آژانس په حواله دغه برید په پنسلوانیا ایالت کې د پیتسبورګ پر کنیسې تر برید دقیق شپږ میاشتې وروسته ترسره شوی چې د پيتسبورګ پيښه په امریکا کې د یهودانو ضد تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي. په هغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي وو.
د «کرکې پر بنسټ د جنایتونو» زیاتوالی
دونالد ترمپ د قربانیانو له کورنۍ سره د غمرازۍ د څرګندولو ترڅنګ د شنبې ورځې برید یو کرکجن عمل بللی او ټينګار یي کړی دی چې باید پر «یهود ځورونې او کرکې» غلبه ترلاسه شي.
د امریکا د پولیسو فدرالي ادارې (FBI) د ارقامو له مخې په دې وروستیو کلونو کې په متحده ایالاتو کې د کرکې او نفرت د انګیزې له مخې ترسره کیدونکي جنایتونه مخ پر ډیریدو دي. دا ډول پيښې په ۲۰۱۷ م کال کې تر هغې د یوه کال مخې په پرتله ۱۷ سلنه ډیر شوي دي.
په ۲۰۱۷ م کال کې د کرکې د انګیزې له مخې ۷۱۷۵ پيښې ثبت شوې وې چې په هغو کې ۱۶۷۹ یي د مذهبي انګیزې پر بنسټ ترسره شوي وې. د دغو پيښو څه باندې ۵۸ سلنه يې د یهودي ضد انګیزې او نږدې ۱۹ سلنه یي د مسلمانانو پر ضد ترسره شوي دي.
آژانسونه/ ش. ن/ ن. ص