په کابل کې پر بهرني ځواکونو ځانمرگي برید
۱۳۹۴ مهر ۱۹, یکشنبهیو افغان چارواکي وویل چې د یو موټر بمب په واسطه په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر یوې زغروال نقلیه وسیلې برید وشوو. د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال، نجیب دانش وویل چې نن یکشنبه د سیمی په وخت د نهو بجو په شا او خوا کې د کابل د جوی شیر په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یو موټر برید شوی دی.
دانش وویل چې د ولسي وگړو په منځ کې مرگ ژوبلې رامنځ ته شوي دي، خو د هغوی شمیر لا تراوسه څرگند شوی نه دی.
خو د آلمان خبري اژانس ته د کابل د امنیې قوماندانې ویاند، عبادالله کریمي وویل چې په دغې حمله کې «درې تنه ولسي وگړي ټپیان شوي دي.» هغه د ناتو د ځواکونو د مرگ ژوپلو په هکله څه نه شو ویلای.
د پیښې سیمه د افغان امینتی ځواکونو له خوا محصاره شوی ده او څیړنې روانې دي.
د اسوشیتدپرس د یو رپوټ له مخې د تویتر په هغه یو اکونت کې چېله نوموړي خبري آژانس سره د طالبانو په نامه ثبت دی، طالب یاغیانو د دغې حملې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د ناتو یو ویاند، امریکايي ډگروال برین تریبوس اسوشیتدپرس ته د دی خبر پخلی وکړ او وویل چې رښتیا هم دا « یو ځانمرگي برید» ؤ.
د افغانستان د یوې تلویزیوني شبکې د خبري خپرونې په یو انځور کې یوه زغرواله نقلیه وښودله شوه چې په یو څنډه کې تاوانې شوې ښکاري.
د افغانستان په پلازمینه کابل کې وروسته له یو لړ پر له پسی خونړیو بریدو څخه د لوی احتر څخه را په دی خوا نسبتا چوپتیا وه. خو دغه حمله په داسې یو وخت کې رامنځ ته کیږي چې په کندز کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو یاغیانو ترمنځ نښتې لا دوام لري.
د کندز ولایت مرکز تیره اونې د یوې لنډې مودې لپاره د طالبانو تر کنترول لاندې راغې. که څه هم په عمومي توگه دولتي حاکمیت هلته بیرته ټینگ شوی، خو د ښار په اطرافي سیمو کې لا تراوسه وخت په وخت د نښټو رپوټونه ورکول کیږي.