1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د لوړې دوو مراسمو ته چمتووالی

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

په کابل کې د دوشنبې په ورځ لوړې دوو مراسمو ته چمتووالی روان دی. د دغه مراسمو له پاره په ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او ځینې لارې هم تړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Z4rn
Afghanistan | Wahlen, Kanditaten  Abdullah Abdullah und Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Hossaini

تر هغه وروسته چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړ جاړي خبرې ناکامې شوې، په کابل کې د لوړې دوو مراسمو ته چمتووالی روان دی. دوشنبه سهار (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۹مه نېټه)  د ولسمشر غني وياند وويل چې د تحليف مراسم به څو ساعته وځنډيږي او دا مراسم به تر غرمې وورسته ترسره شي.

بل لوري ته د عبدالله عبدالله وياند فريدون خوزون هم د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د لوړې مراسم به د پلان سره سم پر مخ ولاړ شي خو دغه محتاطانه وويل: «ښايي وضيعت تغير وکړي.» 

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنگ دوه مخکښ غړي هم کابل ته رسېدلي دي. علي وزير او محسن داوړ نن دوشنبه د تورخم له لارې ننگرهار ته ورسېدل. د ننگرهار رسنیو دفتر په حواله دواړو مشرانو ته لومړی د تورخم په ښارگوټي او وروسته بیا د ننگرهار په ولايت مقام کې د ننگرهار والي په مشرۍ مسئولينو او ولسي خلکو له خوا هر کلی وويل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي علي وزير او محسن داوړه نن د کب په ۱۹مه د تورخم له لارې ننګرهار ته را ورسيدل، چې لومړی په تورخم ښارګوټي او وروسته ولايت مقام کې د ننګرهار والي په مشرۍ د مسئولينو او ولسي خلکو له لوري ورته تود هرکلی وويل شو.

علي وزير او محسن داوړ ته په ننګرهار کې تر تود هرکلي وروسته د جمهور رئیس د لوړې مراسمو پلازمېنې کابل ته ولېږل شول. د دې سفر پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير شکر الله عاطف مشعل او یو شمير نورو مسئولينو شتون درلود.

په کابل کې د لومړۍ د مراسمو له کبله سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي، يو شمير سړکونه ترل شوي دي. په ارگ کې او همدا راز په سپیدار ماڼۍ کې يو شمير بلل شوي ميلمانه د لوړې مراسمو ته د انتظار شېبې شماري.

کارپوهان وايي چې دغه ډول وضيعت به حکومت چې د دوحې په مذاکراتو د نه گدون له کبله لا دمخه تر فشار لاندې دی، نور هم زيانمن کړي.

AG/BS/AWA