په کابل کې د وروستي برید په تړاو اوه افسران له دندو ګوښه شول
۱۳۹۶ بهمن ۱۷, سهشنبهد جنورۍ میاشتې په ۲۹مه نیټه سهار وختي لږ تر لږه پنځو وسلوالو کسانو په پلازمېنه کابل کې د پوځي اکاډمۍ تر څنګ پر امنیتي پوسته باندې برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۱ عسکر ووژل شول او نور ۱۶ تنه ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت داعش تندلارې ډلې پر غاړه اخیستی وو.
د ارګ له لوري په خبره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې د ولسمشر د لار ښوونې پر بنسټ، د کابل پر ۱۱۱ فرقې د تروریستي برید د څیړولو له پاره یو پلاوی ټاکل شوی وو. زیاته شوې ده چې د د راپور د وړاندې کولو وروسته پریکړه وشوه چې «د دوو جنرالانو په ګډون اوه لوړ رتبه مقامات د وظیفوي غفلت له امله له دندو ګوښه او عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپیژندل شي.»
د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د غني حکومت چې د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن دی په وروستیو وختونو کې د طالبانو او داعش له لوري په کابل کې د بریدونو وروسته د خلکو له فشار سره مخامخ دی چې په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.
د جنورۍ له شلمې نیټې راهیسې یاغیانو په کابل کې پر انتر کانتیننتل هوټل باندې برید وکړ، صدارت څلور لارې ته څیرمه یي د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه وکړه او پر پوځي اډې وسلوالو یرغل وکړ. د دغو ټولو بریدونو په پایله کې تر ۱۳۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په دغو بریدونو کې د امبولانس په واسطه تر سره شوی یو برید هم شامل وو چې پکښې تر سلو تنو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغو وروستیو بریدونو د افغانانو غوسه لا پسې زیاته کړې ده.
په کابل کې د نورو احتمالي بریدونو له کبله لا هم لوړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې یو لارۍ موټر یې نیولی دی چې په خبره یې پکښې داسې دوه ټنه مواد وو چې د بمونو په جوړیدو کې ترې کار اخیستل کیدای شي.
نوموړي خبري آژانس د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې موټر له کابل څخه پروان ولایت ته روان وو، چیرې چې د امریکایي ځواکونه پوځي اډه موقعیت لري.