په کابل کي ځانمرگي د ناټو درې عسکر وژلي دي
۱۳۹۳ شهریور ۲۵, سهشنبهد ورکړ شوو راپورونو له مخي دغه ځانمرگی برید د سه شنبې په سهار شاوخوا اتو بجو تر سره شوی دی. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له خوا په يوه خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي دي چې په دغه برید کې د دوی درې تنه عسکر وژل شوي دي. پر دې سربیره د پنځو بهرنیو عسکرو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکول کیږي.
تر دې د مخه د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل راپور کې د کابل د جنایي پولیسو د مشر فرید افضلي له قوله لیکلي وو چې یوه ځانمرگي برید کوونکي د بهرنيانو د موټرو کاروان په نخښه کړی دی. خو هغه ویلي دي چې په اوس وخت کې په دې اړه معلومات نه لري چې په دغه کتار کې د کومو هیوادونو وگړي شامل دي.
دغه چاودنه په کابل کې د هوايي ډگر پر سړک رامنځ ته شوې ده. په لومړي سر کې په دغه چاودنه کې یوازې د ۱۳ کسانو د ټپيانېدو راپور ورکړل شوی وو.
د فرانسې خبري آژانس په خپل راپور کې لیکلي دي چې د چاودني په پایله کې یوه موټر ته زیان اوښتی دی. دغه خبري آژانس د فرید افضلي له قوله لیکلي دي: «دا یو ځانمرگي برید وو چې د هوایي سړک په اوږدو کې یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان په نخښه کړی دی.»
بله خوا وسله والو طالبانو خبریالانو ته په یوه استول شوي لنډ تليفوني پيغام کې د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. د چاودني ځای ته څیرمه د امریکا متحدو ایالاتو سفارت هم پروت دی. د سفارت کارکوونکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه برید په داسي وخت کې تر سره کیږي چې د افغانستان ولسمشرۍ ته دواړه کاندیدان د یوه ملي حکومت د جوړیدو پر سر نن یووار بیا سره ویني.