په چمن کې ولې نښتې وشوې او پوله وتړل شوه؟
۱۳۹۷ مهر ۲۳, دوشنبهد آلمان خبري آژانس د دواړو غاړو د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د چمن سرحد د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر ۱۴ نيټه) د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ تر څو ساعتو سختو نښتو وورسته تړل شوی دی.
نښتې هغه وخت پیل شوې چې افغان عسکرو پر هغو پاکستاني سرتیرو ډزې وکړې چې د دواړو هېوادونو پر لانجمن سرحد د کټارو په لگولو بوخت ول. د پاکستان د سرحدي مليشو ځواک يوه وياند خان واسع وويل: «زموږ پر ځواکونو د افغان لوري ډزې وشوې.»
د افغانستان په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پوليسو يوه وياند احمد ضياء دراني هم له پاکستاني عسکرو سره د نښتو او سرحد د بندیدو خبر تائید کړی.
دواړو خواو د سرحد د تړلو پړه پر يو بل اچولی.
د چمن دوازه د دواړو هيوادونو ترمنځ د تگ راتگ يوه مهمه لار ده. واسع او دراني دواړو وويل چې د پولې د بندیدو له کبله په زرونه انسانان، په سونه موټر او په افغانستان کې د نړيوالو عسکرو په سونه اکمالاتي لارۍ بندې پاته دي.
افغاني رسنيو په نښتو کې د دريو پاکستاني عسکرو د وژل کيدو خبرونه خپاره کړي خو د پاکستان د سرحدي ځواک وياند واسع دا خبرونه ناسم وبلل.
د پاکستان او افغانستان پر پوله دا ډول د ډزو تبادله د هغه راهيسې چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجمنې پولې پر ځينو برخو د کټارو په لگولو پيل کړی، وخت نا وخت رامنځ ته کیږي.
پاکستان په دې آند دی چې پر پوله به د دا ډول خنډونو له نصبولو سره د القاعدې شبکې او نورو وسله والو ډلو سره د تړاو لرونکو وسله والو د تگ راتگ مخه ونيوله شي.
زموږ له آرشيف څخه: