په پيکینګ کې د نوي ستر هوایي ډګر انځورونه
په پيکینګ کې د نوي هوایي ډګر چارې په ډېر لنډ وخت کې تر سره شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د داشنګ هوایي ډګر پروژې څلور کاله وخت ونیو چې د یوې نمونه يي پروژې په توګه یادیږي.
د هیواد د تأسیس ورځې ډالۍ
د چین د ولسي جمهوریت د بنسټ ایښودلو د ۷۰یمې کلیزې په ورځ ولسمشر شي جین پينګ، د داشنګ نړیوال هوایي ډګر چې رسمي نوم یې (د پیکینګ نړیوال هوایي ډګر) دی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیست. دغه ډګر د ښار له مرکز څخه ۴۷ کیلومتره وړاندې سویلي لور ته په داشنګ کې موقعیت لري. د ودانۍ د مساحت او یا ساحې د اندازې له مخې د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر دی.
ساختماني چارو څلور کاله وخت ونیو
د ساختماني چارو د وخت په پام کې نیولو سره هم دغه هوایي ډګر د یادولو وړ دی. د څلورو کلونو په موده کې دغه هوایي ډګر د ځمکې پر مخ جوړ شو. د هوايي ډګر ساختماني چاري د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې پېل شوې. دغه انځور د ۲۰۱۷م کال د جون میاشتي پر ۳۰مه نېټه اخیستل شوی دی.
«سمندري ستوری»
د دغه هوایي ډګر طرحه په ۲۰۱۶م کال کې د مړې شوې عراقۍ مهندسې زها حدید او د هغې د چینیايي شریکانو له لوري وړاندې شوې. خاص شکلونه او ډیره طبیعي رڼا ساختماني چارې لاپسې ځانګړې کوي. د دغه هوایي ډګر لګښت شاو خوا ۶۳ میلیارده امریکایي ډالر ښوول شوی.
او برلین...؟
د برلین د «ویلي برند» هوایي ډګر د جوړیدو چارو ډیر وخت ونیو. په ۲۰۰۶م کال کې د دغه هوایي ډګر د جوړیدو چارې پېل شوې خو د پرانیستلو نیټې یې یو په بل پسې وځنډیدې. خو د پيکینګ په پرتله د برلین د هوایي ډګر لګښت ډیر کم دی. اصلا د دغه هوایي ډګر لګښت دوه میلیارده یورو اټکل شوی وو، خو اوس اووه میلیارده یورو ته رسیدلی دی. په پام کې ده چې د برلین هوایي ډګر د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کې پرانیستل شي.
د مسافرو تګ راتګ
بیرته پيکینګ ته ورګرځو: د پيکنګ نوی نړیوال هوایي ډګر باید تر ۲۰۲۱م کاله پورې هر کال د ۴۵ میلیونه مسافرو د تګ راتګ زمینه برابره کړي او وروسته به دغه شمیر تر سلو میلیونو واوړي. د هوایي ډګر ودانۍ داسې جوړه شوې ده چې مسافر پکې دننه د تګ راتګ له پاره ډیر واټن و نه وهي.
د ښار تر مرکزه ۲۰ دقیقي سفر
د هوایي ډګر په ترمینل کې ۸۰۰۰۰ متر مربع ساحه کې جوړ شوی ترانسپورتي مرکز هم شامل دی. له دغه ځایه به ګړندي اورګاډي او نور اورګاډي سفر کوي. د ګړندي اورګاډي په واسطه به مسافر وکولی شي د پيکینګ ښار تر مرکزه په ۲۰ دقیقو کې ورسیږي.
ځغاستلیکي
دغه نوی هوایي ډګر د چین په دولتي رسنیو کې د دغه هیواد د ظرفیت او پراختیا د توان لرلو د نخښې په توګه لمانځل کیږي. د ځایي چارواکو په وینا په لومړي سر کې څلور ځغاست لیکي چمتو دي چې بیا وروسته به یې شمیر اوو ته ورسیږي.