په پاکستان کې د زلزلې د قربانیانو شمیر لوړی شوی
۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبهد پاکستان په ختیځ کې زلزلې ۳۲ کسان وژلي دي. د ځایي چارواکو په وینا ۳۰ تنه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په میرپور سیمه کې مړه شوي دي او دوه نور بیا په پنجاب ایالت کې مړه شوي دي. زیاته شوې ده چې د زلزلې په پایله کې ۴۷۸ کسان نور ټپیان شوي هم دي چې زیاتره یې د میرپور د سیمې دي. د ۱۵۰کسانو روغتیایي وضعیت کړکیچن ښوول شوی دی.
په عین وخت کې د ژغورنې چارې ادامه لري. د میرپور د ځایي چارواکو په وینا داسې اټکل کوي چې تر خرابیو لاندې ښایي نور کسان هم وي. خو د ژغورنې چارې سړکونو ته د اوښتي زیان او سختو اورښتونو له کبله له خنډونو سره مخامخ دي. ویل شوي دي چې اټکل کیږي نورې څلور ورځې به بارانونه ادامه ومومي.
د طبیعي آفاتو پر ضد مبارزې ادارې په وینا د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۴۵۰ کورونو ته زیان اوښتی دی. ویل شوي دي چې زیانمن شوي سړکونه به د کوچنيو موټرو د تګ راتګ پرمخ ژر پرانیستل شي.
د سه شنبې ورځې زلزلې تر ټولو زیات پاکستان لړزولی وو، خو د پاکستان په ګاونډیو هیوادونو افغانستان او هند کې هم دغه زلزله احساس شوې وه. خو له دغو هیوادونو څخه تر اوسه پورې د ځاني او مالي زیانونو اوښتو کوم رپوټونه نه دي ورکړل شوي.
پاکستاني چارواکي د ریشتر په مقیاس د زلزلې شدت ۵،۸ درجې ښیې، خو د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې اداره بیا وایي چې د زلزلې شدت ۵،۲ درجې وو. د پاکستان د هوا پیژندنې ادارې په وینا د زلزلې مرکز پلازمېنې اسلام آباد ته څیرمه په جهلم، ښار کې وو.
په دغه سیمه کې وخت ناوخته زلزلې رامنځ ته کیږي چې په ۲۰۱۵م کال کې د یوې سختې زلزلې په پایله کې تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي ول. همداشان د زلزلې له کبله په افغانستان، پاکستان او هند کې په زرونو کسان بې کوره شوي ول.
stu/ww sr/nz (dpa, afp, ap)