په پاکستان کي د ناویانو د کالیو ننداره
په پاکستان کي د کالیو ډیزاین کوونکو د « ناویانو د کالیو سینګاراونۍ» په دوران کي په لاهور ښارکي د ناويانو او زومانو له پاره ځيني ډېراین کړي کالي نندارې ته وړاندي کړي دي.
د ناویانو د کالیو اونۍ
علي حیسان د « ناوي سینګار اونۍ» نندارې ته د واده کالي او د خوب ځای ډیزاین کړی و
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
هرکال دغه مراسم جوړیږي او ډیزاینران نوي طرح سوي لباسونه ننداري ته وړاندي کوي.
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
په پاکستان کي د بېلابیلو مذهبي، کلتوري او ټولنیزو دودونو د بېلوالي له امله د ودونو له پاره ډول ډول فرهنګونه سته، چي ډيزاین لرونکي ورته په پام سره خپلي طرحي وړاندي کوي.
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
په پاکستان کي د خلکو د بیلا بیلو کلتورونو له مخي د ناوي او زوم کالي ډېزاین سوي ول
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
په دغه ننداره کي نه یوازي د ناوي بلکي د زومانو له پاره هم د کالیو ډېزاینونه نندارې ته وړاندي سوي ول.
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
افغانستان ته هم ځيني په پاکستان کي ډېزاین سوي د ناویانو کالي راوړل کيږي.
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
دغه مراسم د ډسمبر له ۱۷مي څخه شروع کیږي او یوه اونۍ دوام کوي.
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
د دغه مراسمو له جوړېدو څخه موخه داده، چي په پاکستان کي دیني او کلتوري نژديوالي ته وده ورکړي.
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
د رکن الدین انیکار، د ناویانو د کالیو ډیزاین سوي کالي نندارې ته وړاندي کیږي.
د ناوي د کالیو د سینګاراونۍ
د پاکستان په لاهور ښار کي د ډیزاینر انیکا رکن الدین طرح سوي د « پانټنه هوم» په نامه کالي، چي نندارې ته وړاندي سوي ول.