په پاریس کې د «ځنگل» کمپ د زرونو مهاجرو سرگرداني
په زرونو مهاجر د فرانسې د کالې سیمې د «ځنگل» کمپ تر خالي کیدو وروسته په دغه هیواد کې د نوې سرپناه موندلو په لټه کې دي. پاریس هم له هغو ښارونو څخه دی چې پکښې مهاجر د هستوگنې د یوه ځای په لټه کې دي.
د کالې «ځنگل» کمپ په زرونو پناه غوښتونکو د پاریس په ښار کې په دې امید خیمي وهلي دي چې دغه کمپ بیا پرانیستل شي او له هغه ځایه بریتانيا ته ولاړ شي. د پاریس پولیس مهاجر له یو شمیر هغو ځایونو لیري کړې چې هلته یې کوچنې خیمې وهلې وې.
د هغو پناه غوښتونکو شمیر چې په پاریس کې یې خیمې وهلي، د «ځنگل» کمپ تر تړل کیدو وروسته درې برابره ډیر شوی دی.
هغه مهاجر چې تیر کال فرانسې ته تللي، زیاتره یې د افغانستان، عراق، اریتریا او سودان سره تړاو لري. هغوی هڅه کوي چې د مانش له کانال څخه د لاریو او یا هم کوچنیو موټرو په واسطه په غیر قانوني توگه بریتانیا ته واوړي.
په دغه انځور کې د «ځنگل» کمپ ته څیرمه د پناه غوښتونکو یوه ډله لیدل کیږي. کله چې د فرانسې پولیسو د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه د دغه کمپ خالي کول پېل کړل، څو وارې مهاجرو هلته خیمو ته اور ورته کړی وو.
په زرونو کسانو بریتانيا ته تر تللو پورې د اوږدې مودې له پاره دغه کمپ پخپل مؤقتي کور اړولی وو. چارواکو په «ځنگل» کمپ کې د زیاتو اعتراضونو د رامنځ ته کیدو په دلیل څو وارې د دغه کمپ د ځای د بدلیدو فکر کړی وو.
په کالې کې د پناه غوښتونکو د اقامت له پاره په پام کې نیول شوو کانتینرونو تر څنگ، ډیر شمیر کډوال اړو چې په خپل لاس له څاردو او ترپالونو جوړو شوو غیر معیاري کوډلو او خیمو کې ژوند وکاندي.
په انځور کې لیدل کیږي چې یو ماشوما د «ځنگل» کمپ رستوارانت کې د بیلیارد لوبه کوي، چې اوس نور نه شته. د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخې د کالې کمپ چې د مهاجرو شمیر یې کابو لسو زرو ته رسیده، په بشپړه توگه خالي کړل شوی دی.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، ژمنه کړې ده چې هیڅ مهاجر به د کالې کمپ ته بیرته ور و نه گرځي. «ځنگل» کمپ چې موجود وو، نو په اروپا کې د مهاجرو د بحران په یوه سمبول اوښتی وو.