په پاريس کي ځانمرگی کمربند موندل سوی
۱۳۹۴ آذر ۳, سهشنبهد پاريس څارنوال د دوشنبې په ماښام له چاودېدونکو موادو ډک کمربند موندل تائيد کړل. د پوليسو د معلوماتو له مخي دغه کمربند د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۳مه) تر غرمې وروسته د پاريس په جنوب کي د کثافاتو په يوه ټېله کي موندل سوی دئ.
ويل کيږي چي کمربند پټاکۍ نه لره. خو کمربند داسي جوړ سوی يا سره تړل سوی وو، لکه په پاريس کي د ۷ تنو بريدکوونکي چي د نوامبر مياشتي پر ۱۳ نېټه ئې ځانونه والوزول.
ويل کيږي چي د کمربند د موندلو سيمي ته نژدې وروستۍ وار د صلاح عبدالسلام د تليفون زگنال ښوول سوی وو. عبدالسلام د پاريس د بريدونو يو له طراحانو څخه شمېر کيږي او د هغه يو ورور هم په پاريس کي ځانمرگی بريد کړی.
د کارپوهانو په اند دغه کمبربند عبدالسلام غورځولی، ځکه هغه له کاره وتلی وو. عبدالسلام تر اوسه په تښته بريالی دئ او په ټوله نړۍ کي ئې د موندلو پلټني رواني دي.
په پاريس کي ترهگرو يرغلونو ۱۳۰ انسانان ووژل او تر ۳۵۰ پوري نور پکښې ټپيان سول.