1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کې ماتې د میرکل د کډوالو سیاست بلل کیږي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۱۵, دوشنبه

د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل، له سختو نیکو سره مخامخ ده. د صدراعظمې مسیحي دیموکرات (CDU) ګوند، د مېکلنبورگ فورپومېرن په ایالتي ټاکنو کې دریم ځای خپل کړ.

https://p.dw.com/p/1Jvz3
China G20 Gipfel in Hangzhou - Angela Merkel
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

د آلمان د بایرن ایالت مسیحي سوسیال گوند، (CSU) د مېکلنبورگ فورپومېرن د ایالتي شورا ټاکنو د هيښونکي پایلې له پاره د آلمان صدراعظمه او د مهاجرو په تړاو د هغې پالیسې گرمه گڼلې ده. د بایرن ایالت د مالیې وزیر مارکووس زوېدر، ویلي دي چې په مېکلنبورگ فورپومېرن کې د ټولو رایو تر شلو سلنه ښکته راخپلول باید د مېرکل د مهاجرو په تړاو د پالیسې له پاره د «راویښدو غږ» اوسي.

زوېدر د «نیورن بېرگر ناخریشتن» ورځپاڼې د دوشنبې ورځې سهارنۍ گڼې ته ویلي دي چې مېرکل باید د مهاجرو په تړاو خپل دریځ کې سختوالی راولي: «دا نوره ممکنه نه ده چې د دې موضوع په هکله د خلکو نظر له پامه وغورځول شي. برلین باید خپله تگلاره بدله کړي.»

د صدراعظمې مېرکل مسیحي دیموکرات گوند د نوي رامنځ ته شوي AfD یا د آلمان پاره بدیل نومې گوند پر وړاندې ډیر شمیر رایې له لاسه ورکړي دي. د AfD گوند پر دې وتوانید چې د آلمان د دغه شمال ختیځ ایالت د وایالتي شورا په ټاکنو کې دویم ځای خپل کړي.

د مسیحي سوسیال گوند عمومي سکرتر اندریاس شویر، هم د هغو کسانو په ډله کې دی چې د کډوالو پر وړاندې د سخت دریځ د غوره کولو غوښتنه کوي. هغه د «برلینر تاگیس شپیگل» په نوم له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې په برلین کې فدرالي حکومت د ایالتي ټاکنو د خرابو پایلو وروسته اوس باید ځیني سختې پریکړې وکړي: «سي اس یو سم لوري اشاره کوي. موږ دې ته اړتیا لرو چې د کډوالو حد اکثر شمیر وټاکل شي، د بیرته ستنولو پروسه گړندۍ شي، د هغو هیوادونو لېست پراخوالی ومومي چې له امنیت څخه د برخمنو هیوادونو په توگه انگیرل کیږي او د ادغام په اقداماتو کې ښه والی راشي.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې AfD د میرکل د ملاتړ د کموالی له فرصت څخه گټه پورته کړې.

د مېرکل د خپل گوند له لیکو انتقادونه

په عین وخت کې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال د داخلي چارو له پاره گډ پارلماني ویاند ستیفن مایر، «هوفنگ تون پوست» ورځپاڼې سره په خبرو کې د ټاکنو دغه پایله د میرکل د مهاجرو د پالیسې د غبرگون په توگه یاده کړې ده.

هغه زیاته کړې ده چې د آلمان مرکزي حکومت له ۲۰۱۵م کال راهیسې د مهاجرو په تړاو د دریځ د بدلولو په برخه کې ډیر څه کړي دي، خو د هغه په خبره داسې بریښي چې دغه خبر لا تر اوسه ډیر شمیر رایې ورکوونکو ته، نه دی رسیدلی.

په برلین کې د مسیحي دیموکرات عمومي سکرتر پېتر تاوبر، ویلي دي چې د ټاکنو پایله ترخه وه، خو هغه پر دې خبره ټینگار کړی دی چې دا به پر دې لرلید باندې چې مېرکل به په راتلونکي کال کې د څلورم ځل له پاره ځان کاندید کړي، کومه اغیزه ونه لري.

د ټاکنو پایلې

د یکشنبې په ورځ د مېکلنبورگ فورپومېرن ایالتي ټاکنو په اصطلاح په مطلقه توگه کوم گټونکی او یا بایلونکی نه درلود، بلکه یوازې د سیمه ییزو موضوعاتو پر ځای د حکومت د اوسنۍ پالیسۍ (په ځانگړې توگه د مهاجرو پالیسي) یو ډول آزمویل وو.

پر دې سربیره په ټاکنو کې د مېرکل د مسیحي دیموکرات گوند د خرابې پایلې تر څنگ په مرکزي حکومت کې د دغه گوند ائتلافي شریک سوسیال دیموکرات گوند هم د تیرو ایالتي ټاکنو په پرتله کمې رایې تر لاسه کړې. خو بیا هم سوسیال دیموکرات گوند وتوانید چې د وړاندوینو برعکس د یکشنبې د ورځو په ټاکنو کې ۳۰،۶ سلنه رای وگټي، خو دغه گوند هم د AfD د گوند پر وړاندې یو څو سلنه رای بایللي دي.

د AfD گوند پر مېرکل او د هغې پر ائتلافي شریک اس پي ډي باندې دې له کبله نیوکي کوي چې یو کال وړاندې یې د جگړې له سیمو لکه سوریې او عراق څخه د راتلونکو مهاجرو پر وړاندې د خپلو پولو نه تړلو پریکړه وکړه. زیاتره دغه کډوال د هنگري او اتریش له لارې آلمان ته راورسیدل.

په مېکنلبورگ فورپومېرن کې د مېرکل د سي ډي یو گوند مخکښ کاندید لورینڅ کیفیر، چې له یوې لسیزي راهیسې له اس پي ډي سره په گډه په دغه ځای کې حکومت کوي، تر ټاکنو مخکې په څرگند ډول د مېرکل له پالیسو څخه واټن نیولی وو. هغه په عامه محضر کې د شخړه ییزو موضوعاتو، لکه د برقعې د اغوستو د اجازې او دوه گوني تابعیت پر ضد کمپاین کاوه. هغه په عین وخت کې د گوند له سیمه ییزې مشرۍ څخه د لیرې کیدو غوښتنې هم رد کړي دي.

د AfD مخکښ ستراتيژیست او د گوند مرستیال مشر الکسندر گاولند، ویلي دي چې د یکشنبې د ورځې ټاکنو پایلې د راتلونکي کال د فدرالي ټاکنو تر مخه سمبولیک قوت ښيي او په وینا یې د روان کال د سپتمبر میاشتې په ۱۸ نېټه به د برلین په ایالتي ټاکنو کې اراده لا پسې پیاوړي کړي.

د زرغون گوند مرستیال مشر چېم اوزدیمر، د ZDF په نوم آلماني تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي چې د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې ټولو سیاسي گوندونو ملاتړ له لاسه ورکړی دی او خبردای یې ورکړی دی چې په ساده ډول دې پر میرکل باندې پړه وا نه اچول شي.