په ورزش او ډول ډول حرکتونو سره د کالوري سوځول
ډېری انسانان د خپل وزن د کمښت له پاره د نه خوړو رژيم نيسي. خو په ډول ډول حرکتونو او ورزش سره هم کيدای سي نه يوازي کالوري له منځه ولاړه سي، بلکي يو سالم بدن هم ولرئ.
انسان يوازي د تنفس او ويني د جريان له امله انرژي مصرفوي. خو ورزش فعاليتونه کولای سي چي د انسان ډېري کالورۍ وسوځوي او بدن ډېر گړندی سي. هر ډول ورزش کالوري سوځولو ته گټه رسوي.
هغه څوک چي غواړي ډېره کالوري وسوځوي، بدني ښکلا ته دي مخه کړي. هغه څوک چي د بدني ښکلا ورزش کوي په يوه ساعت کي ۸۱۰ کيلو کالوري سوځولای سي.
البته په نورو ورزشونو سره هم سړی کولای سي چي کالوري وسوځوي، خو په هغه صورت کي چي يو ساعت قدم ووهئ يا په ساعت کي په ۱۵ کيلومتره سرعت سره وځغلئ. په دې سره کيدای سي تاسي نژدې ۷۸۰ کيلو کالوري مصرف کړئ.
هغه څوک چي غواړي په کم سرعت وځغلي يعني په ساعت کي ۱۰ کيلومتره، نو په يوه ساعت کي به ۶۶۰ کيلو کالوري مصرف کړي.
که يو ساعت فوټبال وکړئ، بدن به په ۷۲۰ کيلو کالوري سوځولو وتوانيږي. که دغه اندازه په لوبغاړي پوري اړه لري چي د لوبي پرمهال څومره ځغلي.
که تاسي يو ساعت سکواش لوبه وکړئ، نو ۶۰۰ کيلو کالوري به وسوځول سي.
که يو ساعت ولامبۍ ۵۰۰ کيلو کالوري به وسوځيږي.
او که لامبو کولای نه سئ، کولای سئ چي په ډېرو زينو کي کښته پورته سئ، څو همدومره کالوري مو وسوځیږي.
بايسکل چلول هم ډېره انرژي غواړي، په ځانگړې توگه چي گړندی وي. په دې سره کيدای سي په ساعت کي تر ۴۷۰ کيلو پوري کالوري له منځه ولاړه سي.
رقص نه يوازي خوشحالي راوړي، بلکي کالوري هم سوځوي. که يو ساعت ورقصيږئ، ستاسو بدن به ۴۵۰ کيلو کالوري وسوځوي.
که یو ساعت تنيس لوبه وکړئ ستاسو بدن به، په همدې اندازه کالوري وسوځوي.
کرار حرکتونه هم د بدن کالوري سوځولو ته گټه رسوي.
جمناستيکي حرکات هم گټه لري.
هغه څوک چي يو ساعت بدمينتون لوبه کوي، نژدې ۳۰۰ کيلو کالوري سوځوي.
که څه هم ډېری له کور پاکولو سره مينه نه لري، خو دغه حرکتونه هم کولای سي چي په ساعت کي ۱۷۵ کيلو کالوري مصرف کړي.
د بوټو ماتول د کالوري سوځولو له پاره تر ټولو گټمن کار دئ. که سړی يو ساعت بوټي مات کړي نو ۱۲۰۰ کيلو کالوري به وسوځوي.