په هند کې موټرسایکل امبولانس
د هند د مرکزي ايالت په ځینو لیري پرتو سیمو کې د میندوارو ښځو او ناروغانو له پاره یوازینۍ لار ده چې په سم وخت کې طبي پاملرنې ورته ورسیږي.
اوږدې لارې
د هند په مرکزي ایالت چتیس ګړ کې د نارین پور پراخ ځنګله ولسوالي په هند کې یوه له خورا لږ نفوس لرونکې ولسواليو څخه ده. چې په ۴۶۵۰ کیلومتر مربع ساحه سره ۱۴۰۰۰۰اوسیدونکي لري. ډېر کلي، لکه کوډلي يا جونگړې، د موټرو تگ راتگ وړ سړکونو څخه نږدې ۱۶ کیلومتره ليري پرتې دي. دا اوسيدونکو ته ستري ننگونې جوړوي، په ځانګړې توګه کله چې د طبي پاملرنې خبره وي.
وياړ، پرمختګ
دغه ایالت په هیواد کې د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، په هرو ۱۰۰۰۰۰ زیږونو کې ۱۳۷ ميندي خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا امبولانس موټر سايکلونه، په راتلونکي کې د بدلون له پاره چمتو دي. دوی د سیمه ایزو چارواکو او د ساتي موسسې له خوا د یونیسف په مرسته پرمخ وړل کیږي.
پخوانۍ: ستونزمن ترانسپورت
له اوږدې مودې راهیسی به ناروغ یا میندواره مور په پلی توگه د دوه کسانو پر اوږو وړونکي څوکۍ کې د لوړو ژورو ځمکو او سیندونو له لارې لیږدول کيدل. بیا په ۲۰۱۴م کال کې د موټرسایکل امبولانسونه په ناراین پور کې ځای پر ځای شول. نن ورځ د چتیسګر په دریو سيمو کې دغه ډول ۱۳ امبولانسونه شته.
امبولانسونه پرسیندونو او خټينو لارو
امبولانسونه په لومړي سر کې میندې روغتون ته دننه او بهر راوړي، خو د مارانو او نورو بیړنیو پیښو قربانیانو لیږدولو له پاره هم کارول کیږي. لتا نیتم د نرسې په توګه کار کوي. دا تل د هغې له پاره اسانه نه وي. ځکه چې هغه ډیر وختونه پر موټرسایکل امبولانس چې پر مخ پورته او ښکته، یا خټینو لارو کي ټيل وهل شي د پيښي ځاي ته ځي، د بیلګې په توګه په کوډولي کې امیندواره میرمنو ته د رسېدو له پاره.
روغتون ته خوندي رسیدل
د فگني پوپام په نوم «۲۳ کلنه» مور چې د نهو میاشتو ميندواره وه، په یوه موټرسایکل امبولانس کې په خوندي ډول د اورچا روغتون ته ولیږدول شوه. په دې ډول هغه د اوسپنې شدید کمښت سره بيا هم په سم وخت کې وموندل شوه او درملنه یې وشوه. میندواره میرمنې هم دا اختیار لري چې د روغتون سره تړلي مرکزونو کې پاتې شي تر څو چې دوی زیږون وکړي.
پرطب باور وده کوي
موټرسایکل امبولانس بله ګټه: هغه کسان چې کلي ته یې تللي وي معمولا بازار ته هم ځي. خو هلته خلک نه یوازې خواړه اخلي، دوی د ملاریا یا شکر ناروغۍ له پاره هم معاینه کیدی شي.