په نړۍ کې د لیدو وړ ۱۰ مشهور ځایونه
د «تریپ ایدوایزر» په نوم د سفر لارښود انترنت پاڼې د يوې نظر پوښتنې له مخې د نړۍ لس هغه ځایونه غوره کړي دي چې سیلانیان یې ډير خوښوي. له دغه ویب پاڼې څخه په یوه میاشت کې شا او خوا ۳۴۰ میلیونه کسان ګټه پورته کوي.
لسم: په اېتالیا کې د میلان جامع کلیسا
د ساحې په پام کې نیولو سره دا د نړۍ دریمه ستره کلیسا ده. دغه کلیسا د میلان ښار په مرکز کې پرته ده.
نهم: د امریکا د لینکن د اوبو چینه او رڼا منعکسونکي حوضونه
که چا د امریکا د پلازمینې واشنګټن ډي سي «نیشنل مال» لیدلی وي نو حتمي به یې د لینکن په یاد پر جوړو شویو سترو حوضونو هم نظر پریوتی وي. په کال کې تقریباً ۳ میلیونه ۶۰۰ زره کسان له دې ځای څخه لیدنه کوي.
اتم: د هسپانیا د الحمرا ماڼۍ
هسپانیا د اندلس ګرنادا (غرناطه) سیمې د الحمرا ماڼۍ د اسلامي مهندسۍ د ښکلو نمونو څخه یوه ده. دا ودانۍ د یونیسکو په فرهنګي میراث کې شامله ده او د اروپا د هغو ځایونو څخه ده چې ډیر زیات خلک یې لیدو ته ورځي.
اووم: د سانکت پیتربورګ جامع کلیسا
دغه کلیسا په ګڼو طاقچو سنګار شوې ده. د سانکت پیتربورګ دا کلیسا چې ناجي کلیسا هم ورته ویل کیږي، د سنت باسیلوس کلیسا په طرز په هغه ځای کې جوړه شوې ده چیرته چې د روسیې امپراطور دوهم الکساندر په ۱۸۸۱م کال کې ترور شوی وو.
شپږم: د قرطبه جامع کلیسا
د دې مسجد / کلیسا په معمارۍ کې چې د خپل ډول له سترو ودانیو څخه یوه ده د شمالي افریقا اسلامي او مسیحي هنر پکښې ځلیږي. دا ودانۍ چې په اتمه میلادي پيړۍ کې د جومات په توګه جوړه شوې وه خو اوس د قرطبه رومن کاتولیک کلیسا ده.
پنځم: د هند تاج محل
دا ودانۍ چې د مغل پاچا شاه جهان له خوا د خپلې سترې مینې د مقبرې په توګه د هند په آګره ښار کې جوړه شوې وه د مغلو د مهندسۍ د سبک یوه ښکلې نمونه ده. د شاه جهان ګرانه میرمن ممتاز محل د خپل څوارلسم زوی قیصر د زیږولو پر وخت مړه شوې وه.
څلورم: د واتیکان د سن پتر جامع کلیسا
د پترز دوم جامع کلیسا ته د ورځې تقریباً ۲۰ زره خلک زیارت کوونکي ورځي. د دې کلیسا د بنسټ ډبره په ۱۵۰۶م کال کې ایښوول شوې وه او د جوړیدو چارو یې ۱۲۰ کاله دوام وکړ.
دریم: په کامبودیا کې د انګکور وات معبد
د دې ستر معبد ودانۍ د خمر د کلتور یوه د پام وړ نمونه ده. اټکل کیږي چې دا معبد به په دولسمه پیړۍ کې جوړ شوی وي.
دوهم: په متحده عربي اماراتو کې د شیخ زاهد جومات
په ابوظبي کې د شیخ زاهد په یاد جوړ دا مسجد د ۴۰ زره کسانو د لمانځه ځای لري. په زرونه هغه بواروسکي کریستال چې دغه ودانۍ پرې سینګار شوې، دې ته یوه ځانګړې ښکلا او عظمت وربخښي.
لومړی: د پيرو ماچو پیچو
د ماچو پیچو وریځو ښار د دې مسافرتي انترنت پاڼې له خوا په خپور شوي لېست کې لومړی ځای خپل کړی دی. دا ښار په پنځلسمه پيړۍ کې د جنوبي امریکا د بومي اوسیدونکو اینکا له خوا د ۲۵۰۰ متره په لوړوالي د آندن په سیمه کې آباد شوې وو.