په نړۍ کي په کرونا اخته کسان تر۴ ميليونو واوښتل
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبهپه نړۍ کې پر کرونا ناروغۍ د مبتلايانو شمير د ډيريدو په حال کې دی. د جانز هاپکينز پوهنتون له خوا د خپرو شوو معلوماتو پر اساس پر دغې ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمير له ۴ ميليونو څخه اوښتی دی.
دغه پوهنتون وايي چې تر اوسه پوري د کرونا يا کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۷۷ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همدغه راز ۱ ميليون او ۳۰۰ زره مبتلايان بيرته روغ شوي دي.
اوس مهال په امريکا کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمیر شاوخوا يو ميليون او ۳۰۰ زرو ته رسیدلی دی. په دې ترتيب د نړۍ په سطحه د کرونا يو په دريمه برخه ناروغان په امريکا کې ژوند کوي.
په دې منځ کې د امريکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د ترمپ حکوت پر کارکردګۍ باندې نيوکې کړي دي. په عين وخت کې د ترمپ د کرونا بحران پر وړاندې مشاور، آنتوني فاوچي هم کورنی قرنطين شوی دی.
د رسمي خپرو شوو شميرو پراساس په افغانستان کې تر اوسه ۴۰۳۳ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
د کرونا ناروغۍ په لومړي ځل د ۲۰۱۹م کال په ډسامبرکي د چين په ووهان ښار کې خپره شوه. دغه ناروغۍ تر اوسه مشخص واکسين يا درمل نه لري خو د نړۍ يو شمیر هيوادونه او د درمل جوړولو شرکتونه هڅه کوي چې واکسين يې جوړ کړي.
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: