ماینونه بیا هم تر ټولو زیات د افغانانو ژوند ګواښي
۱۳۹۶ آذر ۲۳, پنجشنبهد ځمکني ماینونو پر ضد د نړیوالې مبارزې سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل کلني (سږني) رپوټ کې ویلي دي چې تر۶۵۰۰ زیاتې ښځي، نارينه او ماشومان موذي چاویدونکوي توکي وژلي دي.
د دغه رپوټ له مخې په ۲۰۱۶م کې زیاتره قربانیان په افغانستان کي دي. تر هغې وروسته په دغه نوملړ کې د لیبیا، اوکراین او یمن هیوادونه راځي.
رپوټ زیاتوي چې تر دې دمخه ځمکنیو ماینونو هیڅکله دومره کوچنیان نه دي وژلي. د دغه سازمان د رپوټ له مخې د ټولو ملکي قربانیانو ۴۲ سلنه هغه کسان دي چې سنونه یې تر اتلس کلنۍ ټیټ وي.
د دغه سازمان په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې په تیر میلادي کال کې د سوریې او میانمار د کړکیچونو په ترڅ کې ځمکني ماینونو یو بل خواشنیونکی نقش لرلی. د بیلګې په توګه له ۲۰۱۲م کال راهیسې د سوریې حکومتي ځوکوانه له پرسونل ضد ماینونو څخه کار اخلي. همداشان افراطي ډلي داعش هم له دغه میتود څخه کار اخیستی دی.
د رپوټونو له مخې میانمار په مخ پر زیاتیدونکي توګه د خپلې پولې په اوږدو کې ماینونو ښخ کړي دي، څو بنګله دیش ته تښتیدلي مسلمان روهنګیا د بیرته راستنیدو مخه ونیول شي.
دغه سازمان چې په ۱۹۹۹م کال کې یې څارنه پیل کړې ده، په لومړي ځل په کولمبیا کې د کړکیچ تر ختمیدو وروسته تیر کال د ځمکنیو ماینونو کومه پيښه نه ده ثبت کړې.
کابو شل کاله ترمخه د اوتاوا کنوینسیون لاسلیک شو، چې د ځمکني ماینونو پر ضد مبارزې ته ځانګړی شوی. دغه نړیوال تړون د ځمکني ماینونو استعمال، تولید، زیرمه کول او یو بل چا ته ورکول منع کوي. ۱۶۲هیوادونو دغه تړون لاسلیک کړی دی.
dpa,afp(S.R/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: