په نړۍ کي د لوږي د ډیریدو عاجل خبرداری
۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبهاعلان
د المان د جمهوررئیس، فرانک والټر شټاینمایر په خبره « په دنیا کي د لوږي تریو څه راکمیدو وروسته هغه اوس په ډیر شدت سره بیرته راغلې او خلګ ځپي».
د جرمني د حکومت د بشر د حقوقو کمیساري، لوئیزه امتسبیرګ په نړۍ کي د په اصطلاح لوږي د « لمبې بیرته تیزیدل» وغندل. تر دې څو ورځي دمخه خیریه سازمانونو د جرمني د حکومت په بودجه کي د لوږي سره د مبارزې د وسایلو د احتمالي کمیدلو سره مخالفت کړی ؤ.
د ملګرو ملتونو د لوږي سره د مبارزې سازمان هم په دنیا کي د لوږي د وضعیت بې حده ډیر خرابیدو ته اشاره کړې ده. د کاتولیکي کلیسا رهبر، پاپ فرانسیسکو بیا د لوږي سره د مبارزې په لار کي د بین المللي همکارۍ او ګډ کار غوښتنه کړې ده.