په نړۍ کي تر ټولو ډېر عايد لرونکي ورزشکاران
د فوربس مجلې په تيرو ۱۲ مياشتو کي د ډېر عايد لرونکو ورزشکارانو ليست وړاندي کړی دئ. په دې ليست کي امريکايي بکسر (بکس وهونکی) په يوه کال کي ۳۰۰ ميليونه ډالره عايد لاره.
امريکايي بکسر فويلد ميودر نه يوازي دا چي په خپله لوبه کي ماته نه خوړونکی دئ، په نړۍ کي تر ټولو ورزشکارانو ئې په يوه کال کي ډېر عائد ترلاسه کړی. هغه په تېر يوه کال کي ۳۰۰ ميليونه ډالره عايد لاره. هغه تر اوسه پوري ۴۷ مسابفې کړي او ټولي ئې گټلي دي.
تر ميودر وروسته د فيليپين بکسر مانی پاکيائو (په انځور کي کيڼ) په دغه ليست کي راغلی دئ چي د يوه کال عايد ئې ۱۶۰ ميليونه ډالره ښوول سوی دئ.
د فوربس مجلې په حواله د دغو امريکايي او فيليپيني بکسرانو ترمنځ د بکس په سيالي کي چي د «پېړۍ جنگ» نومول سوې وه ۶۰۰ ميليونه عايد راټول سوی، چي ۴۳۰ ميليونه ئې يوازي د تلويزيون له لاري د دغي سيالۍ د ژوندۍ بڼي خپرولو له لاري وو.
د نړۍ د هغو ورزشکارانو په ليست کي چي په تيرو ۱۲ مياشتو کي ئې تر ټولو ډېر عايد لاره په دريم ځای کي د پرتگال ستوری او د ريال مادريد لوبغاړی کريستيانو رونالدو راغلی. هغه په تيرو ۱۲ مياشتو کي ۷۹،۶ ميليونه ډالره عايد لاره. څه موده دمخه داسي گنگوسې وي چي رونالدو د ۱۲۵ ميليونو ډلرو په بيه له ريال څخه د فرانسې «پاريس سان ژرمن» ته ورځي.
په څلورم ځای کي د ارجنټاين د فوټبال ستوری ليونل ميسي دئ چي په يوه کال کي ئې ۸۷،۸ ميليونه يورو عايد لاره. ميسي د هسپانيا په برسلونا لوبډله کي لوبيږي او سږ کال په هسپانيا کي پر دوو اتلوليو سر بيره ئې د اروپا د اتلانو کپ هم وگاټه.
د تينس سويسی لوبغاړی راجر فدرر د دغه ليست پنځم ځای نيولی او په تير يوه کال کي ئې ۶۷ ميليونه ډالره عايد لاره. فدرر تر اوسه ۱۷ واري د «گران سلم» سيالي گټلي دي، چي تر اوسه پوري بل چا په دغه اندازه نه دي گټلي.
د باسکتبال ستوري هم د نړۍ د هغو ورزشکارانو په ډله کي دي چي ډېر عايد لري. د امریکا په «ان بی ای» ليگ کي امريکايي لبران جيمز، په تيرو ۱۲ مياشتو کي ۶۴،۸ ميليونه ډالره عايد درلود.
په دغه ليست کي اووم ځای امريکايي باسکتباليست کوين دورانت نيولی دی چي په يوه کال کي ئې ۵۴ ميليونه ډالره عايد لاره.
په گلف لوبه کي هم ډيره پانگونه کيږي. امريکايي فيل ميکلسون په تيرو ۱۲ مياشتو کي ۵۰،۸ ميليونه ډالره عايد لاره. د ميکلسون مستعار نوم «lefty» دئ، ځکه چي دی په چپه لاس لوبه کوي.
تايگر وودز، د فوربس مجلې په ليست کي نهم ځای نيولی او په يوه کال کي ئې ۵۰،۶ ميليونه ډالره عايد لاره. تايگر د گلف لوبي په تاريخ کي تر ټولو بريالۍ څېره گڼل کيږي.
امريکايي باسکتباليست کوبي برايانت، چي په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کي د المپيک لوبو اتل هم دی د دغه ليست لسم ځای ئې نيولی چي په تيرو ۱۲ مياشتو کي ئې ۴۹،۵ ميليونه ډالره عايد لاره.