تروريزمافریقا
په نایجیریا کې وسله والو يو کشیش وژلی او پنځه تنه يې تښتولي
۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبهاعلان
په نایجیریا کې وسله والو یو کشیش وژلی او پنځه کسان یې تښتولي دي. د پولیسو په حواله وسله والو لومړی هڅه کړې وه چې د نایجر ايالت په کافین -کورو کلي کې د کشيش کور ته ننوځي خو ناکامه شول. وروسته يې کور ته اور اچولی او دغه کشيش په اور کي سوځېدلی دی. دوهم کشيش چې د تیښتې هڅه یې کوله پر هغه يې ډزې کړي او ټپي شوي دی. په یو بل برید کې وسله والو د کاتسینا ایالت په سويل لویدیځ کې د دان تساوني په کلي کې پر یوه کور برید کړی او پنځه کسان يې تښتولي دي. دغو کسان غوښتل چې په يوه نږدې کلیسا کې ډله ایزې غونډې ته روان شي.