په ناڅاپي سيلاب کې د هندوستان ۲۳ سرتيري لادرکه شوي
۱۴۰۲ مهر ۱۲, چهارشنبهد هند پوځ د چهارشنبې په ورځ وويل چې په سیکیم ایالت کې د تېزو ورښتونو له امله په لهوناک سيند کې سيلاب جاري شوی دی.
د پوځ په خبره، د سيلاب له کبله ۲۳ پوځي پرسونل لادرکه شوي، د پوځ یو شمېر موټر تر خټو لاندې شوي او د نجات عملیات جریان لري.
رويترز خبري آژانس د یو ایالتي چارواکي له قوله ويلي دي چې په احتمال سره د سيمې شاوخوا ۱۵زره کسان تر اغیزلاندې دي او لږ تر لږه اته پلونه اوبو لاندې کړي دي.
د پوځ له خوا په خپرو شوو انځورو کې پر سړکونو له سيلابه پاتې خټې او د برېښنا پرې شوې شبکې ترسترګو کیږي.
چارواکو په زیانمنونکو سيمو کې د اضطراري خدماتو د پيل خبر ورکړی او له خلکو ېې غوښتي چې له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي.
په هندوستان کې د موسمي ورښتونو پر مهال معمولا شديد سيلابونه جاري کیږي. په هند کې د ورښتونو موسم په جون میاشت کې پيليږي چې تر اکتوبر پورې ادامه پیدا کوي. کارپوهان په دې باور دي چې اقليمي بدلون آب و هوايي پيښې ډېرې کړي دي.
(AFP) pa/af/mks/nz