«په ميليونونو افغانانو مهاجرت ته ملا تړلې»
۱۳۹۴ شهریور ۲۵, چهارشنبهگرد مولر د چهارشنبې په ورځ د آلمان له «پساور نويه پريسه» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «که موږ د افغانستان په اړه چټک غبرگون و نه ښوو، له دغه هيواده به د مهاجرو له يوه بل بهير سره مخامخ سو.»
هغه زياته کړې ده: «هلته په ميليونونو انسانان پلنډي پر شا مهاجرت ته ناست دي. په دغه هيواد کي بايد د ناټو پر نوي ماموريت او د ځواکونو د راايستلو پر سر له سره غور وسي.»
هغه پر اروپايي ټولني ږغ کړی چي د مهاجرو له کړکېچ او تېښتي سره د مبارزې په برخه کي لس ميليارده يورو برابري کړي. هغه زياته کړې ده چي دغه پيسې کيدای سي د «اروپا د پراختيا له صندوقه او له کاونډيو هيوادونو سره د مرستي له صندوقه برابري سي.»
هغه ويلي دي چي له دې پيسو څخه بايد پنځه ميليارده يورو د اروپا په جنوب کي د هغو هيوادونو په اختيار کي ورکړل سي چي مهاجر ورته راځي او پنځه ميليارده بايد کړکېچ څپلو هيوادونو ته ورکړل سي.
د آلمان د پراختيايي چارو وزير گرد مولر ويلي دي: «موږ همدا اوس په ليبنان، اردن او ترکيه کي له مهاجرو سره په ژمي کي د مرستو يوه پاکټ ته اړتيا لرو، چي د اروپايي ټولني کمېسيون مشر ئې وړانديز وکړي او د ټولني د هيوادونو مشران ئې بايد ژر تصويب کړي، چي دا به يو ستر پرمختگ وي.»