په منځني ختیځ کي د «لکړو» په نوم د معلولینو د فوټبال لوبډله
په غزې تراډه کي له اسرائیلو سره په دښمنیو او نښتو کي نژدې ۲۵۰۰ انسانانو خپل لاسونه او یا پښې له لاسه ورکړي دي. خو ځینو یې د فوټبال یوه لوبډله جوړه کړې ده او هغه ته یې د «لکړو» نوم ورکړی دی.
پرمعلولیت سربیره له لوبي خوند اخیستل
څوک وايي چي سړی په يوه پښه فوټبال نه سي کولاي؟ په غزې تراډه کي د ۱۳ او ۳۵ کلن ترمنځ هغه ځوانان او تنکي ځوانان فوټبال کوي چي له اسرائيلو سره په جنگ جگړو کي يې د بدن کوم غړي له لاسه ورکړي، خو بيا هم له دغې لوبي څخه خوند اخلي. د فوټبال منيجر محمود ال نعوق وايي چي «معلول کسان ددې حق لري چي هر ډول سپورت وکړي».
يوه پښه او دوې لکړې
دغه ځوان په توپ سره تمرين کوي. د «لکړو» په نامه دغه ټيم په سيمه کي د فوټبال لومړۍ لوبډله ده چي غړي يې، معلول کسان دي.
د بدن د تعادل ساتلو تمرين
له اسرائيلو سره په شخړو کي د ۲۵۰۰ په شاوخوا کي انسانانو خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي دي. د فوټبال ټيم زياتره غړي نه غواړي له خپل ژوند څخه مايوسه سي او هڅه کوي د خپل بدن تعادل وساتي. د ټيم بڼسټ ايښودونکی فواد ابو غليون وايي چي فوټبال نه يوازي دا چي خوند کوي، بلکي د انسان له روح او روان سره هم مرسته کوي.
د لاسونو پورته کول
د فوټبال منيجر محمود ال نعوق وايي چي هغوي لکه د نړۍ نور انسانان له خپل ژوند سره مينه لري. دغه لوبډله د فلسطين د پاراالمپيک کميټې او د معلولينو له پاره د سيمه ايزې اتحاديي په مرسته جوړ سوې ده. که څه هم په اول سر کي ددغي لوبډلي جوړيدو ته خوشبيني لږ وه، خو د څو مياشتو په ترڅ کي ۱۶ کسانو پکښي نومليکنه وکړه.
د بدن د غړو د پياوړتيا تمرين
د غزې تراډې د مرکز په «دير البله» ستوديوم کي د نس د عضلو د پياوړي کيدو تمرين هم ددغه ډول تمريناتو يوه برخه جوړوي. لوبغاړي په دې هيله دي چي ښايي يوه ورځ ددې اجازه پيدا کړي چي په نړيوالو سياليو کي برخه واخلي.