په مصر کي منځگړيت بې نتيجې پاته ورسېد
۱۳۹۲ مرداد ۱۶, چهارشنبهد چهارشنبې په ورځ د مصر موقت جمهور رئيس یوه بیانیه خپره کړې ده چې پکې راغلي دي چې د مصر د کړکیچ د ختمولو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویلیم برنز، د اروپایي ټولنې د ځانگړي استازې برناردینو لیون او د خلیج هیوادونو د استازي هڅي د اخوان المسلمین د غړو په سبب بې نتيجې ختمي شوې دي. په بیانیه کې د مصر د موقت ولسمشر عدلي منصور په حواله راغلي دي: «دغو [دیپلوماتیکو] هلو ځلو هغه پایلې نه دي لري چې تمه یې کیده.»
په بیانیه کې زیاته شوې ده چې حکومت د دغو خبرو اترو د ناکامۍ پړه په بشپړه توگه پر اخوان المسلمین باندي اچوي. پر دې سربیره په بیانیه کې د مصر د وروستیو تاوتریخوالو او گډوډیو پړه هم پر اخوان المسلمین باندي اچول شوې ده چې د بیانیې په حواله یې عامه امنیت له گواښ سره مخامخ کړی دی.
دغه بیانیه کیداي شي د دې خبري څرگندويي وکړي چې د مصر موقت حکومت غواړي په قاهره کې د اخوان المسلمین د پلویانو پر ضد چې له ډیر وخت راهیسې د مرسې د بیا واک ته رسیدو له پاره مظاهرې کوي، په کوم اقدام لاس پورې کړي. بیانیې ویلي دي چې د کړکیچ د ختمولو له پاره سیاسي هڅې چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې بې له نتيجې پای ته رسیدلې دي.
که څه هم د موقت حکومت بیانیه ښيي چې هغوی د سولې له خبرو اترو سره چندان لیوالتیا نه لري، خو بیا هم د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو دارې مسئولي کاترین اشتون یوه ویاند میشایل من، ویلي دي چې دغه ټولنه به بیا هم خپلو تلاښونو ته دوام ورکړي.
من ویلي دي: «موږ به په خپل توان کې ټولي هلې ځلې وکړو تر څو ټول اړخونه په دیالوگ کې ښکیل کړو. دا په مصر کې د دیموکراتیک بهیر د بیا راتلو له پاره ډیره مهمه خبره ده.»
په مصر کې د مرسي تر گوښه کولو وروسته په تاوتریخوالي کې تر۳۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي. اوس داسي اندیښنې هم موجود دي چې د مصر حالات به لاپسې خراب شي.