په مراکش کې تر خونړۍ زلزلې وروسته د ژغورنې عملیات
په مراکش کې د ریښتر په کچه د ۶،۸ درجې زلزلې له امله تر ۲۱۰۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په زرونو نور ټپيان دي. په دې منځ کې د زلزلې په درېمه ورځ د ژغورنې هڅي لاهم رواني دي.
د ژغورنې ستونزمن عملیات
خلګ له لرې ګوري چې د ژغورني ټیمونه د یو شمیر ژوندي پاتې شوو کسانو لټون کوي. د یکشنبې په ورځ مراکش آنلاین خبري سایټ راپور ورکړ چې د هسپانیا هیواد د لټون او ژغورونکې ټیمونه د ملاتړ لپاره دې دغه هیواد ته رسیدلي.
د شپې ناوخته یوه خونړۍ زلزله وشوه
مراکش جمعه د شپې له ۱۱ بجو وروسته د ۶،۸ رښتر زورورې زلزلې ولړزاوه. د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت په وینا، تر ۲۱۰۰ ډیر کسان مړه او د ۲۴۰۰ څخه ډیر ټپیان لاهم په بد حالت کې دي.
د مراکش تاریخي ښار سخت زیانمن شوی
زلزله د ۱۸.۵ کیلومتره (۱۱ مایله) په ژوروالي کې شوې. د زلزلې مرکز د مراکش جنوب لویدیځ د الحوض په سیمه کې د اطلس په غرونو کې موقعیت درلود. د مراکش تاریخي ښار او سیاحتي ځایونه، د شاوخوا ۸۴۰۰۰۰۰ اوسیدونکو د اوسیدو ځاې دی چې د زلزلې له مرکز څخه یوازې ۷۲ کیلومتره په واټن کې موقعیت لري.
د زلزلې له نورو ټکانونو څخه ويره
یو شمیر کسان د بیا زلزلې د رامینځ ته کیدوله امله په ویره کې وخت تیروي.په ټولنیزو رسنیو کې نا تایید شوي انځورونه ښې چې د احتمالي زلزلو په اړه اندیښمن خلک سړکونو ته راوتلي ول او په آزاده فضا کې استوګن شوې.
د ژغورنې عملیات دوام لري
ژغورونکو له زلزلې لږ وروسته تر ويجاړيو لاندې د بندو کسانو لټون پیل کړ. روغتیایی چارواکو د مراکشیانو څخه غوښتي چې د قربانیانو سره د مرستې لپاره وینه ورکړي.
د لرې پرتو کلیو لاري قطع شوې
یو شمیر چارواکو خبرداری ورکړی چې کلیو ته د خلکو رسیدل چیرې چې د زړو ودانیو د نړیدو احتمال شته ستونزمن کار دی.
سړکونه تړل شوي
مراکشي رسنیو راپور ورکړی چې په غرونو کې، د ژغورنې هڅې له خنډ سره مخ شوي ځکه چې سړکونه د موټرو او همدا شان د ډبرو د را لویدو له امله بند شوي. دا سیمه د غره ختونکو لپاره غوره ځای وو چې اوسیدونکي یې د سیاحت له لارې ډیر عاید ترلاسه کوی.
د یونیسکو نړیوال سازمان د تاریخي میراثونو زيانمنېدل
د مراکش اوسیدونکو راپور ورکړی چې په زاړه ښار کې د یونیسکو نړیوال سازمان ځینې ودانۍ نړېدلې دي. دا د مراکش مشهور جومات دی چې په ۱۲ پیړۍ کې جوړ شوی وو خو اوس زیانمن شوی. د جومات ۶۹ متره منارې ته هم د زیان راپور ورکړل شوی
په یوه پیړۍ کې تر ټولو قوي زلزله
په مراکش کې د جیو فزیک د ملي انسټیټیوټ د مشر په وینا، دا په تیره پیړۍ کې د هیواد ترټولو قوي زلزله وه. په ۱۹۶۰ م کال کې، د ۵.۸ شدت زلزلې د اګادیر بندر ولړزاوه او لږ ترلږه ۱۲۰۰۰کسان یې و وژل. په ۲۰۰۴ کې د مدیترانې ساحلي ښار الحوسیما ته نږدې یوې ویجاړونکې زلزلې د ۶۰۰ څخه د زیاتو خلکو ژوند واخیست.
کلیوالي تاریخي ودانۍ د زلزلې له امله زیانمني شوې
د اګادیر زلزلې وروسته، مراکش خپل ساختماني مقررات بدل کړل. مګر په ټول هیواد کې ډیری زړې ودانۍ د دې ډول زلزلو سره د مقابلې لپاره نه دي ترمیم شوي.
درې ورځنی ملي ماتم
په مراکش کې د یاد طبیعي ناورین له امله درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی. شاهي ماڼۍ له زلزلې یوه ورځ وروسته د شنبې په ماښام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملي بیرغ به په ټول هېواد کې نیم ځوړند وي.