په مديترانه کې۷۰۰ نور مهاجر له ډوبیدو ژغورل شوي
۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبهد ایټاليا ساحلي ګارد ويلي دي چې ویجاړي شوي کښتۍ د مدیترانې بهیرې له قهرجنو څپو سره لاس او ګریوان وې، خو د مرستندویه سازمانونو هڅو دغه مهاجر له ډوبیدو وژغورل.
ویل شوي چې د مالتا هیواد د MOAS سازمان یوې ژغورنکي کښتۍ (فینِکس) د لیبیا صبراته ښار ته نږدې په نړیوالو اوبو کې تر۳۰۰ ډير انسانان ژغورلي دي.
همدارنګه د ایګُوئیرس په نوم یوې بلي مرستندویه کښتۍ هم په سمندر کې د ډوبیدو له ګواښ سره مخامخ د څلورو ربړي کښتيو مسافر یا مهاجر ژغورلي دي. دغه کښتۍ د SOS Mediterranee مدیترانین او بې سرحده ډاکترانو سازمان تر څار لاندې فعالیت کوي. دغه ټول ژغورونکي عملیات د ایټاليا ساحلي ګارد تر نظر لاندي شوي دي.
د چارواکو په خبره په روان کال کې له شمالي افریقا څخه د ایټاليا د ټاپوګانو پر لور د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې۳۰ سلنه ډېرښت راغلی دی. همدارنګه سږکال تر اوسه پوري پر دې خطرناکه لار د مړوو شوو مهاجرو شمیر۶۰۰ ته رسیدلی دی.
د کډوالو له پاره نړیوال ادارې IOM په حواله د چهارشنبې په ورځ په مدیترانه څخه مړی موندل شوی نه دی، په داسې حال کې چې نږدې هره ورځ له دې سمندرگي د انسانانو جسدونه موندل کیږي.
تیرکال په مارچ میاشت کې له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر موافقې وروسته، له ترکیې څخه د آژه سمندر له لاري د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی دی. خو اوس له شمالي افریقا څخه د اروپایې اتحادیې هیوادونو پر لور د مدیترانې سمندر پر خطرناکه لار د راتلونکو پناغوښتونکو شمیر ډیر شوی دی.
تیرکال هم په زرونو انسانان پر دې خطرناکه لار مړه شول.