په لیبیا کې د مهاجرو ربړول او دغلامانو د خرڅلاو بازار
د غلامانو په توګه خرڅول، جنسي تیري، ربړول او لوږه هغه څه دي چې په لیبیا کې ورسره یو شمیر مهاجر لاس او ګریوان دي. هغه مهاجر چې اروپا ته د تګ نیت لري، د لیبیا د امنیتي ځواکونو له سخت چلن سره مخامخ کیږي.
په لیبیا کې د غلامانو د خرڅلاو بازار انځورونو خپریدل نړۍ وړلزوله. د لیبیا حکومت چې نړیواله ټولنه يې ملاتړ کوي، د دغو انځورونو تر خپریدو وروسته د یوې څیړنیزي کمیټې د جوړیدو خبر ورکړ. په عین وخت کې د لیبیا حکومت ویلي دي چې دغه هیواد د معمرالقذافي تر سقوط وروسته له اړودوړ سره مخامخ دی او لیبیا اروپا ته د غیرقانوني مهاجرت منبع نه، بلکې پخپله د دغه وضعیت قرباني دی.
هغه کسان چې په دغه بازار کې پلورل کیدل، افریقایي مهاجر ول. په ليبيا کې د غلامانو په توګه د هغوی د خرڅلاو د انځورونو خپریدو په ځينو اروپایي او افریقایي ښارونو کې اعتراضونه راپورته کړل. د مراکشي او افریقایي ځوانانو یوې ډلې (په پورتنې انځور کې) د مراکش په پلازمینه کې د لیبیا سفارت مخې ته احتجاج وکړ.
ډیر مهاجر اروپا ته د رسیدو پر لاره ویرونکي تجربې تر شا پریږدي. ملګري ملتونو د اروپایي اتحاديي او یو شمیر افریقایي هیوادونو سره په ګډه پتېيلې ده چې د روان کال تر پایه پوري ۱۵۰۰۰ پناه غوښتونکي خپل هیواد ته ستانه کړي. زیاتره دغه مهاجر له نایجیریا، ګامبیا او ګانا هیوادونو دي. د ملګرو ملتونو په وینا په دغه طرح کې ګډون اختیاري دی.
ملګرو متلونو تر دې دمخه په لیبیا کې د مهاجرو د کمپونو د وضعیت په هکله هم اندیښنه څرګنده کړې وه. د اټکلونو له مخې له۴۰۰ زرو تر یو میلیون پوري مهاجر په لیبیا کې په ناخواله وضعیت کې ژوند کوي او هیله من دي چې وکولای شي په لومړني فرصت کې ځانونه اروپا ته ورسوي. د لیبیا د چارواکو په ونیا اوسمهال شا او خوا ۲۰ زره مهاجر د دغه هيواد په کمپونو کې ژوند کوي.
په لیبیا کې د ملي یووالي حکومت له اروپایي اتحادیي سره د ساحلي ګارد په واسطه د مدیترانې سمندرګي له لاري اروپا ته د مهاجرو د مخنیو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی دی. په دې موخه په راتلونکې کې باید د مناسبو شرایطو لرونکي پناه ځایونه برابر شي. پورتنی انځور د همدغې ډول یوه کمپ دی چې مصراته ښار ته نزدې موقعیت لري. دغه کمپ پخوا یو زندان وو.
هغو مهاجرو چې په لیبیا کې یې په توقیف خانو او کمپونو کې زیات وخت تیر کړی دی، له جسمې لحاظه يې وضعیت ښه نه دی او پر بدن یې د شکنجو او جسمې آزار نخښې لیدلي شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان، څه موده وړاندي وویل چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې چې کومو کسانو ځانونه د مدیترانې سمندرګي له لاري ایټاليا ته رسولي ۴۱ زره تنه وو چې د ټول تیرکال په پرتله یې شمیر لس زره تنه زیات وو.
دغه ځوان هم د مصراته په۵۰ کیلومترۍ کې د مهاجرو په یوه کمپ کې ژوند کوي. ډیر مهاجر د کار موندلو په موخه لیبیا ته مهاجرت کوي. یوه ډله یې بیا غواړي چې د مدیتراني د مرګوني لاري تر وهلو وروسته ځانونه اروپا ته ورسوي. تر اوسه څو زره کسان د دغې لاري په اوږدو کې مړه شوي دي. خو پر دې سربیره هم ډیر افریقایي ځوانان د تیښتې لومړني فرصت ته انتظار باسي.
د لیبیا ساحلي ګارد په دې ترڅ کې ډیر ځوانان نیولي او وچې ته یې ستانه کړي دي. دغه کسان د لیبیا ساحلي ښار طرابلس په ۴۵ کیلومترۍ کې میشتیږي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه د اروپایي اتحادیې او لیبیا تر منځ پر شوي تړون انتقاد کوي. د دغه تړون اصلي هدف د مدیتراني سمندرګي مسیر بندول دي.
د اروپايي اتحادیې او افریقا مشرانو په نزدې وخت کې په عاج ساحل کې پر دې باندي توافق وکړ، چې د ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې په ملاتړ یو افریقایي کمیسیون جوړ شي چې په افریقا کې له بشري حقونو څخه د سرغړوني پيښې وڅیړي.