په لښکرگاه کي ۱۲۵۰ کيلوگرامه باروت نيول سوي
۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبهد هغه ولايت د ملي امنيت رئيس، ډګروال نظرعلي واحدي رسنيوته وويل باروت دلاري موټر په منځ كي د بورې تر بوجيو لاندي د تيلو په بيلرو كي ځای پر ځاى سوي ول.
د ملي امنيت رئيس زياته كړه د ډيرو وران كارو پيښو د مخنيوي تر څنګ يي دا دوهمه ستره پيښه ده چي دوی يي مخه نيسي.
د ملي امنيت چارواكي وايي دغه باروت چي ۱۲۵۰ كيلو ګرامه دي په اسانۍ تري۸۰۰ شيل كيلويي ماينونه جوړيداى سي.
هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دي چي ډيری وخت يې پر لارو د ماينونو پيښي را منځته کیږي او ډيری قربانيان يې ملکي وگړي وي.
ځو ورځي وړاندي د ياد ولايت امنيتي چارواکو هلته د ماين جوړولو د يوې ستر فابريکې د کشف او له منځ وړلو خبر ورکړی.
د هغه ولايت د ولسواليو اوسيدونکي هر وخت پر لارو باندي د په کور کي جوړ سوو ماينونو څخه سر ټکوی.
د هغوی په خبره اوس د ډيرو ولسواليو هغه لاري چي مرکز لښکرگاه ته غځېدلي څوک د بيري تگ راتگ نسي باندي کولای. دا په داسي حال کده چي څو ورځي مخکي پر يو موټر باندي د په کور کي جوړ سوي ماين د چاودلو له امله شاوخوا ۱۸ تنه ملکي وگړي ووژل سول.
مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل