په ليبيا کي هم خوشه يي بمونو استعمال سوي
۱۳۹۰ فروردین ۲۹, دوشنبهد نيويارک تايمز يوه خبريال دغه عکسونه د طرابلس څخه ۲۰۰ کيلومتره ليري په شرقي برخه کي چي نښتي پکښي کيدې ،اخيستي دي. همدارنګه د يکشنبې د ورځي په سهار د مصراته د ښار څخه يوه ډاکټر د الجزيرې تلويزيون ته وويل چي ده داسي کسان ليدلي چي زخمونه يي د دا ډول بمونو له کبله رامنځته سوي وه.
اوتون:
« اکثره قربانيان چي ددغو خوشه يي وسلو له کبله زخميان سوي او روغتونونو ته راوړل کيدل،کوچنيان وه. دوی په ځيګر، نس او سترګو کي زخمونه درلودل.»
خو د وژل سوو او ټپيانو دقيق تعداد معلوم نه دی. يوه مياشت وروسته تر هغه چي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا له خوا دا اجازه ورکړل سوه چي پر ليبيا باندي دي د بين المللي قواوو د خوا نظامي حمله وسي، په دغه هيواد کي اوس هم جنګونه په شدت سره روان دي.
د ليبيا ياغيان د يکشنبي په شپه او د هغې ورځي په سهار د تيلو مهم ستراتيژيکي ښار البريقه ته د نژدي کيدو په حال کي ول. د الجزيره په نامه عربي تلويزيون اعلام کړی چي د ياغيانو په خوا کي شپږ کسه مړه او ۲۰ تنه نور زخميان سوي دي.
د پاڅون کوونکو د معلوماتو له مخه د قذافي ځواکونو د ښار په مرکز کي ځانونه پټ کړي دي. داسي ويل کيږي چي د البريقه د ښار شاوخوا سيمي د ياغيانو د خوا کنتروليږي.
د عربي تلويزيون يوي خبريالي دا رپوټ هم ورکړی چي دې په جبهه کي د اول وار دپاره وليدل چي ياغيانو د خوشه يي بمونو څخه د ساتني دپاره دفاعي واسکټونه اغوستي وه.
د مطبوعاتو په حواله دغه واسکټونه په بريتانيا او قطر کي جوړ سوي دي. همدارنګه ددوی په حواله ياغيانو مخابراتي دستګاوي او ستلايتونه هم د ځانه سره درلودل. د ورځو ورځو راهيسي د اجدابيه او په لويديځ کي ليري پروت ښار البريقه تر منځ په ارتباطي لاره کي سخت جنګونه روان دي.
داسي ښکاري چي د ياغيانو هدف به د اجدابيه د ښار نيول وي. دغه ښار کي چي مخکي ۱۰۰ زره ليبيايان اوسيدل اوس بيخي خالي سوی او په اصطلاح د ارواحو په ښار تبديل سوی دی. هرچا چي کولای سول د جنګونو څخه وتښتي ، پخوا يي لا دغه ښار پرې ايښی دی.
پيطر/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل