په لاهور کي اورلګیدنه؛ د یوې کورنۍ لس غړي مړه شوي
۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه
د ژغورنې ډلې یوه چارواکي فاروق احمد د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په مړو شوو کسانو کې د یوه اوه میاشتني ماشوم په ګډون شپږ ماشومان هم شامل دي. نوموړي چارواکې د عدلي طب رپوټ له مخې ویلي دي چې ټول کسان د سا ډوبۍ له کبله مړه شوي دي. زیاته شوې ده چې په څو پوړیزه ودانۍ کې اورلګیدنې د دغو خلکو د تیښتې لار بنده کړې وه.
پاکستان: په اورګاډي کې د اورلګېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي
د فاروق احمد، په خبره د پيښې ځای ته د اطفایې موټرو رسیدو څو ساعته وخت ونیو ځکه چې دغه ځای ته تللې لارې ډیرې تنګې دي او ډیره ګڼه ګوڼه پکې وي. د لاهور ښار د اوسیدونکو شمیر شا او خوا لس میلیونه کسانو ته رسیږي.
په لاهور کې د عطرو په فابریکه کې ۱۱ کسان وژل شوي
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان چې د نړۍ په کچه پنځم زیات نفوس لرونکی هیواد دی د هستوګنې په سیمو او فابریکو کې وخت ناوخته د اورلګیدنې دغه ډول خونړۍ پېښې رامنځ ته کیږي چې د ژغورنې او اطفایې ناکافي ادارې لري.