په فیلادلفیا کې د یهودانو د قبرونو شنختي چپه شوي
۱۳۹۵ اسفند ۹, دوشنبهد امریکا متحدو ایالاتو په ختیځ ساحل فیلادلفیا کې له ۷۵ تر ۱۰۰ پوري د یهودانو قبرونه اړول شوي دي. د پولیسو مشر امریکایې رسنیو ته ویلي دي: «دا جنایتکاره عمل تر وران کارۍ هم زیات دی.»
یوه زیارت کوونکي د یکشنبې په سهار پولیسو ته د ماونټ کامېل، په هدیره کې د ډیرو قبرونو د شنختو له ویجاړیدو څخه خبر ورکړ. د دغې پيښې اصلي دلیل یا پسمنظر په هکله تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
د پنسلوانیا ایالت والي ټوم وولف، دا یو«بزدلانه او د اندیښنې وړ عمل» بللی دی. وولف زیاته کړې ده چې د پیښې عامل باید ونیول شي او محاکمه شي.
نږدې یوه اونۍ مخکې په میسوري ایالت کې هم د یهودانو د یوې هدیرې بې حرمتي شوی وه. په دغه هدیره کې نامعلومو کسانو تر ۱۵۰ د ډیرو قبرونو شنختو ته زیان رسولی وو. څو ورځې وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس، پخپله د دغې هدیرې د بیرته تنظیمولو په چارو کې ونډه واخیستله.
په دې وروستیو اونیو کې په امریکا متحدو ایالاتو کې د یهودي بنسټونو پر وړاندي د بمي بریدونو ګواښونه موجود ول. د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نږدې یوه اونۍ مخکې د یهودانو د آزاروني پر ضد دریځ نیولی وو. هغه په خپل هیواد کې د یهودي بنسټونو پر ضد وروستي ګواښونه «وحشتناکه او بیرونکي» وبلل.
ترامپ وویل: «دا مهمه ده چې د تعصب، نه زغملو او له هر ډول کرکې» سره مبارزه وشي.
په نیویارک کې د "Anne Frank Zentrums" مرکز مشر سټیون ګولډ شټاین، د ترمپ پر څرګندونو انتقاد وکړ او تر وخت تیر یې وبلل. شټاین وویل: «دا تر ټولو بد دی چې موږ یې تر اوسه له یوه حکومت څخه وینو.» هغه زیاته کړه: ترمپ ډیر وخت بې تفاوتي وکړه او ډير وروسته یې دریځ ونیوه.