په فرانسه کې د يهودانو سل قبرونه زيانمن شوي
۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبهفرانسوي چارواکو د سه شنبې په ورځ ويلي چې د آلمان سرحد ته څيرمه يوه هديره کې یې ۱۰۷ داسې قبرونه موندلي چې د سپرې په واسطه پرې د نازيانو د مات سمبول نښان رسم شوی وو.
د شتراسبورگ ښار په لويديځ کې په پراته ښارگوټي ويستهوفن کې دغه پېښه په نزدې پراته کلي شافهاوسزر – څورن کې تر يوې ورته پېښې څو ساعته وروسته رامنځته شوې ده.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير کرستيف کاستنر د تويتر له لارې دغه پېښه د «کرکې وړ عمل» په توگه غندلې. هغه زياته کړې چې د عاملينو د پیژندلو او نیولو له پاره به له هرې لارې چارې کار واخيستل شي.
په داسې حال کې چې پوليسو خپلې پلټنې پيل کړي دي، سيمه ایزو چارواکو ويلي چې هغوی د دې ډول نورو بريدونو د مخنيوی په موخه يو لړ اقدامات پر لاره اچولي دي.
الساس سیمه په دې وروستيو کې د راسسټي او د يهودانو ضد پېښو د لړۍ شاهده وه چې دې په فرانسه کې د زغم په اړه بحثونه راوپارول. د اروپايي هېوادونو له جملې څخه په فرانسه کې تر ټولو زيات يهودان ميشت دي.
په فبرورۍ میاشت کې هم د شتراسبورگ په شمال لويديځ کواتڅنهايم سيمه کې د يهودانو په يوه هدیره کې تر ۹۰ زيات قبرونه زيانمن شوي ول. د چارواکو په حواله د ۲۰۱۷ م کال په پرتله د يهودانو پر ضد د رپوټ شويو بريدونه شمير په ۲۰۱۸ م کال کې ۷۴ سلنه زيات وو.
bs/mq (AP,AFP,dpa)
زموږ له آرشيف څخه: